د مالي یاغیان وايي د امادو توري حکومت یې رنګ کړ

مالي د انځور حقوق AP
Image caption شخړې ان د چهارشنبې پر ماښام د یاغي پوځيانو او د ولسمشرۍ د خاص ګارد ترمنځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په متبادلو ډزو پیل شوې.

په مالي کې یاغي پوځيانو د واکمن نظام د ړنګولو اعلان کړی، او وايي چې اوس واک نوي ټاکل شوي حکومت ته سپاري.

پوځيانو ویلي، چې حکومتي مؤسسې یې منحل کړې، او پر اساسي قانون عمل یې هم ځنډولی دی.

یاغي پوځيانو د ولسمشرۍ له ګارد سره تر څو ساعته جګړې وروسته په پلازمېنه باماکو کې د ولسمشرۍ دفتر لاندې کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ

د مالي پوځي سرچینو ویلي، چې قهرېدلو یاغیانو د ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې، یو شمېر وزیران او چارواکي یې یرغمل کړي، خو ولسمشرۍ په تېښته بریالی شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس، د یوه یاغي په حواله ویلي، چې ''موږ اوس د ولسمشرۍ پر ماڼۍ واک لرو.''

یوه بل یاغي بیا ویلي، چې د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سربېره د مالي چارو ځينې نور چارواکي هم نیولي دي.

پر همدې مهال، یوې خپلواکې سرچینې فرانس پرېس ته ویلي، چې د هېواد ولسمشر احمدو توماني توریه، چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې پټ و، په تېښته بریالی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا اړوندې شورا په مالي کې پر ښکېلو غاړو د حالاتو د کنټرولولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون ویاند مارټن نسیرکي ویلي: ''عممي منشي په مالي کې د روانو شخړو په اړه سخت اندېښمن دی. او ښکېلې غاړې ارامۍ ته رابولي، چې په سوله ییزه توګه خپلې ستونزې په دیموکراتیکه فضا کې حل کړي.''

بغاوت

په مالي کې د ارامۍ دا غوښتنې داسې مهال شوې، چې یو شمېر پوځيانو له یاغیانو سره د حکومت د کړنو پرضد راپورته شول.

شخړې ان د چهارشنبې پر ماښام د یاغي پوځيانو او د ولسمشرۍ د خاص ګارد ترمنځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په متبادلو ډزو پیل شوې.

د دفاع وزارت او دپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې له پوځ جلا شوو یاغیانو په مالي کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ برید کړی، او پلازمېنه کې یې نور بریدونه او ډزې هم کړې دي.

ددفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، ''اوس موږ پوی شوو چې دوی د کودتاه هڅې کوي.''