امريکايي عسکر د پنجوايي پر قتلونو تورنيږي

رابرت بېلز د انځور حقوق AP
Image caption تورن امريکايي عسکر رابرټ بېلز تر وژنو وروسته ځان د خپلې پوځي اډې مقاماتو ته وسپارۀ

٣٨کلن امريکايي عسکر رابرت بېلز له هيلو سره سم د جمعې په ورځ ( د مارچ ٢٣) د ١٧ افغانانو پر وژنې تورنيدونکى دى.

دى به څارنوالان د ١٧ ملکي وگړو پر وژنې تورنوي چې ډير يې ښځې او ماشومان وو.

دغه راز پر دۀ د شپږو نورو کسانو د وژنې د هڅې تور هم لگيدونکى دى.

له رپوټونو سره سم بېلز د مارچ په ١١ مه نېټه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له خپلې پوځي اډې د شپې مهال ووت او په نژدې کلي کې يې ١٧ ملکي وگړي ووژل.

په وژل شويو کې نهه ماشومان او درې ښځې وې.

له ادعاو سره سم دۀ مړي وسوځول او بيرته خپلې اډې ته ستون شو او ځان يې وسپارۀ.

که څه هم په پيل کې د ١٦ کسانو د وژنې رپوټ ورکړل شوى و خو ويل کيږي چې د وژل شويو شمېره ١٧ ته ختلې ده.

د امريکا د ځينو لوړ پوړو چارواکو له خولې ويل شوي وو چې که پر رابرټ بېلز دغه تورونه په محکمه کې ثابت شي ښايي هغه د اعدام له سزا سره مخامخ وي.

په افغانستان کې د ولسي جرگې د ځينو غړو په گډون ديرو دا غوښتنه لرله چې رابرټ بېلز دې د دوى په خاوره کې محاکمه شي.

په پنجوايي کې د قربانيانو د کورنيو ځينو غړو هم ويلي چې دغه عسکر بايد په افغانستان کې ښکاره محاکمه شي.

د امريکا د پوځي عدلي سيستم تر مخې څارنوالان بايد پر تورن پوځي خپل تورونه محکمې ته وړاندې کړي او بيا يې د هغه د ټولي قومندان ته وسپاري، هغه بهبيا دا څيړي چې سرتيرى محاکمه کړي که نه.

ورته مطالب