د ترهګرۍ ضد پولیس د محمد مراح له وروره پوښتنې کوي

د انځور حقوق x
Image caption پولیسو عبدالقادر له خپلې ملګرې سره پاریس ته د تحقیقاتو لپاره لېږدولی دی.

د فرانسې په تولوز ښار کې د اوو کسانو د وژونکي له وژلو وروسته، اوس د ترهګرۍ ضد پولیس د محمد مراح له ورور عبدالقادر څخه پوښتنې پیل کړې دي.

تېره اوونۍ الجزایرالاصله فرانسوي محمد مراح په یوه یهودي مدرسه کې څلور کسان او سوېل لوېديځ تولوز کې درې نور کسان په ډزو ووژل.

د محمد مراح ورور عبدالقادر له خپلې یوې ملګرې سره یوځای د ترهګرۍ ضد پولیسو پاریس ته د تحقیقاتو لپاره بېولی.

عبدالقادر او د هغه ملګرې د شنبې پر ګهيځ پولیسو له ۳۲ ساعته کلابندۍ وروسته ونیول.

سخت دریځه اسلامپال "

پولیسو او څارنوالۍ عبدالقادر مراح یو "سخت دریځه اسلامپال بللی، او کېدای شي له ده سره چاودېدونکي توکي وموندل شي. "

د فرانسې د قانون له مخې، تر سپینېدا پورې باید عبدالقادر او د هغه ملګرې د یکشنبې تر سهاره په بند کې وي، چې بیا وروسته به قضايي سازمان ته وړاندې کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کلود ګیان په شنبې هغه نیوکې بې ځایه وبللې، چې ګني هغه ژوندی نیول کېدای شوای او وژنې ته یې اړتیا نه وه.

عبدالقادر پولیسو ته ویلي، چې ده ته د خپل ورور د جرمي کړنې په اړه هېڅ مخکني معلومات نه وو.

د ویلو ده چې فرانسوي پولیسو په تېره جمعه د مراح مو او پلار هم کلابند کړي وو، چې کیدای شي په شنبې خوشي شي.

نیوکې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کلود ګیان په شنبې هغه نیوکې بې ځایه وبللې، چې ګني هغه ژوندی نیول کېدای شوای او وژنې ته یې اړتیا نه وه.

فرانسوي پولیسو او فرانسوي رسنیو د محمد مراح له خولې ویلي، چې ګني هغه د القاعدې شبکې غړی و، خو فرانسوي وزیر محمد مراح یو "انفرادي ترهګر" وباله.

ورته مطالب