په مسکو کې د کوفي عنان ننګونې

د انځور حقوق AFP
Image caption کوفي عنان د سوریې پر موضوع په دې اوونۍ کې چین ته ځي.

په داسې حال کې چې سوریې لپاره د سولې استازی کوفي عنان په مسکو کې دی چې روسیه وهڅوي چې د خپل عرب ملګري سوریې په وړاندې کلک دریځ غوره کړي، د حکومت مخالف فعالین له ډګره د حکومتي ځواکونو د نورو بریدونو رپوټ ورکوي.

دوی وايي چې د هېواد په بیلا بیلو برخو کې لږ تر لږه۱۰ کسان په ډزو او بمباریو کې وژل شوي دي.

ښاغلی عنان به وروسته په دې اوونۍ کې چین ته ولاړ شي.

چین هم د روسیې په شان د ملګرو ملتو په بحثونو کې په عمومي توګه د سوریې پلوي کړې ده.

د سوريې لپاره د کوفي عنان سوله ييز پلان چې مسکو او بېجينگ دواړو منلى دى، له رژيم نه غواړي چې بې له ځنډه د وگړو په مېشتځايونو کې د پوځي زور کارول ودروي او په بېرته ايستلو يې پيل وکړي.

خو دننه په هيواد کې د حکومت مخالفو فعالينو ټول رپوټونه ددې څرگندويي کوي چې بمبارۍ لا هم روانې دي او پوځيان په ډېرو سيمو کې هماغسې خوځېږي.

ټولو ډلو د ايدلېب د شمال لوېديځ ايالت په صراقب سيمه کې د يوه ستر بريد خبر ورکړى چې له شوبلو يا ټانکونو او درندو گاډو نه پکې کار اخيستل شوى دى.

دوى وايي پر ډېرو کورونو د توپ گولۍ لگېدلې چې د سر دروند زيان يې اړولى دى.

د درېيم ستر ښار حمص پر څو سيمو او هاخوا وړاندې په قيصر ښار کې د توپونو او ټانک په ډزو کې د يو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړشوى دى.

داسې برېښي چې حکومت ټينگ هوډ کړى چې د زور له لارې د خپلې ولکې د ټينگولو لپاره پيل کړې هڅه جاري وساتي او وايي چې وسله والې ياغي ډلې آزاد فعاليت ته نشي پرېښوداى.

ښاغلى عنان په دې هڅه کې چې مسکو او بېجينگ د خپل اغېز کارولو ته وهڅوي مجبور دى هغوى ته دا قناعت هم

ورکړي چې له تاوتريخوالي نه د مخالفو ډلو د اړولو لپاره يې هم کلکه خواري پيل کړېده.

ورته مطالب