د سوري پر لومړۍ ميرمن بندیزونه ولګيدل

د انځور حقوق AP

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د هغې پریکړې هرکلی کړی چې په سوریې نوي بندیزونه لګوي.

په دغو ګامونو کې چې په بروکسل کې پرې موافقه شوې د ولسمشر آسد پر میرمن اسما او د کورنيو پر نورو غړو يې چې اروپا ته سفر کوي بندیزونه لګیدلي دي.

په تخنیکي توګه پر میرمن آسد برتانیا ته د ننوتلو بندیز نه شي لګیدلای ځکه هغه د برتانیا تابعیت لري خو ښاغلي هېګ وویل ترڅو چې بندیزونه وي هغه برتانیا ته نه ورځي.

په هغو کسانو کې چې د سفر بندیز پرې لګېدلی دی، د نورو ترڅنګ د ولسمشر اسد مېرمن اسما، د هغې مور او خور راځي.

داسې بریښي چې دا یو قصدي شخصي ګام دی. مانا دا چې هرڅوک چې ولسمشر اسد ته نیږدې دي، لویه بیه به ورکوي.

د نوو ګامونو مانا دا ده چې ۱۲ تنه به اروپا ته سفر نه شي کولای او په اروپایي ټولنه کې به د هغو شتمنۍ هم کنګل کیږي.

خو د اسما آسد قضیه پيچلې ده.

هغه د لندن په لودیځ کې زیږیدلې او لویه شوې ده او دا چې د برتانیا تابعیت لري نو دې هيواد ته په ننوتلو بندیز به یې ګران وي او ښایي څوک یې مخه هم ونه شي نیولای.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د سوریې پرضد د بندیزونو د ټینګښت هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، تمه نه کوي چې میرمن اسما آسد دې په نیږدې وخت کې لندن ته راستنه شي.

"دې ته په پام سره چې موږ د دغو ټولو کسانو شتمنۍ کنګل کوو او د همدې کورنۍ د نورو غړو او د رژیم پر غړو بندیزونه لګوو، نو موږ تمه نه کوو چې مېرمن اسد دې اوس هڅه وکړي چې برتانیا ته را ستنه شي".

د اوږدو کلونو په موده کې هیله وه چې د مېرمن آسد لویديځه روزنه او زده کړه به په سوریه کې د اصلاحاتو په هڅولو کې مرسته وکړي.

خو په داسې حال کې ده چې د حکومت مخالفینو پرضد پوځي کمپاین په زیاتېدونکي ډول پرمخ ځي، د دمشق رژیم ګوښه کیږي.

تېره اوونۍ د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې ځينې بریښنالیکونه خپاره کړل چې باور دی ریښتوني دي او په ولسمشر آسد او د هغه په میرمن پورې اړه لري.

په بریښنالیکونو کې د انټرنیټ له لارې د میرمن اسد قیمتي سودا ښووله کیږي، په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونه د مخالفینو د ځپلو پرضد له زیات ځواکه کار اخلي.

ورته مطالب