اوباما د اتومي سرمشریزې لپاره سوېلي کوریا ته تللی

اوباما د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سرمشریزه پر دې هم غږېږي، چې اتومي توکي دې له یوه هېواده بل ته نه لېږدول کېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دویمه اتومي سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سوېلي کوریا پلازمېنې سیول ته رسېدلی دی.

راپورونه وايي، چې په دې سرمشریزه کې تر پنځوسو ډېر هېوادونه د اتومي توکو پرخوندیتوب خبرې کوي.

دوی به پر دې هم وغږېږي، چې څرنګه اتومي توکو ته د ترهګرو شبکو د لاسرسي مخه ډب کړي.

تمه ده چې اوباما به د دواړو کوریاګانو ترمنځ جنجالي سرحدي سیمې ته هم ولاړ شي، او هلته د جنوبي کوریا د ولسمشر او کوربه لي میونګ باک په ګډون د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.

که څه هم د سرمشریزې د سر ټکی د شمالي کوریا اړوند اتومي هڅو قضیه نه ده، خو تمه کېږي چې اوباما له ښاغلي لي سره پر هغو پلانونو وغږېږي، چې پیونګ یانګ یې په لړ کې راتلونکې میاشت یوه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته استوي.

دغه سرمشریزه د روانې مارچ له ۲۸ تر ۲۷ پورې دوام لري، چې د اتومي توکو د پوره ملاتړ خبرې به پکې وشي.

سرمشریزه پر دې هم غږېږي، چې اتومي توکي دې له یوه هېواده بل ته نه لېږدول کېږي.

په ۲۰۱۰ کال هم اوباما په واشنګټن کې د تومي توکو د خوندیتوب یوه ورته طرحه وړاندې کړې وه.

تمه کېږي چې ولسمشر اوباما په دې سفر کې له پاکستاني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره د مارچ پر ۲۷مه هم لیده کاته ولري.

دا په پاکستان کې د القاعدې شبکې د بنسټګر او مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته د پاکستاني لومړي وزیر او امریکايي ولسمشر ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې دي.

د اسامه تر وژل کېدا وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول.

دا اړيکي هغه مهال لانور پسې خراب شول، چې تېر کال د ناټو چورلکو افغان پولې ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.

د امریکا خبرداری

دا سرمشریزه د شمالي کوریا تر هغه اعلان وروسته جوړېږي، چې وايي راتلونکې میاشت د مصنوعي سپوږمکۍ یو توغندی ازمويي.

خو د امریکا متحده ایالتونه وايي چې شمالي کوریا دا توغندی اوږد واټن توغندي ازمویلو ته یوه بهانه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما په دې سرمشریزه کې د نړۍ له ځينو مشرانو سره د اتومي توکو پرخوندیتوب غږېږي.

امریکا دا ادعا هم کوي چې دا ازموینه اتومي وسلو لېږدولو ته لاره هواروي.

یوه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې دا توغندی ازمویل د استرالیا، اندونیزیا او فلپين ترمنځ سیمو اغېز کولی شي.

جاپان ټینګار کوي چې په اوکیناوا ټاپو کې د توغندي ضد دفاعي سیستم یې لګولی دی، چې د شمالي کوریا دا توغندی پرې تېرېدونکی دی.

د بي بي سي د اسیايي چارو شنونکی چارلز سکانلون وايي، پیونګ یانګ د خپل توغندي لپاره بله لار غوره کړې، چې ډېر واټن د سمندر پر سر وهي، او بیا جاپان ته رسېږي.

ورته مطالب