د صبر ميوه په رښتيا خوږه وي

Image caption په ۱۹۴۷ کال کې د هند د ويشلو وروسته ښاغلی ملهوترا هند ته وکوچيده او مډال يې هير کړ.

يوه هندي سړي ته ۶۰ کاله وروسته د سرو زرو تحصيلي مډال ورکړل شو.

دغه هندی دینات ملهوترا اوس نژدې 90 کلن دی.

مډال په ۱۹۴۴ کال کې د پنجاب پوهنتون له خوا نوموړي ته د ماسترۍ په ازموينو کې د عالي نمبرو په اخیستلو ورکړل شوی وه.

خو په ۱۹۴۷ کال کې د هند د لويې وچې ویش چې هند او پاکستان ترې جوړ شول د ښاعلي ملهوترا د مډال سپارنه وځنډوله.

ښاغلی ملهوترا په ډیلي کې د هند د يوې مشهورې مطبعې څښتن دی .

نوموړي بي بي سي ته وويل چې په ماسترۍ کې زيرکو زده کوونکو ته د سرو زرو مډالونه ورکول کيدل او دۀ په ۱۹۴۴ کال کې يو وګاټه.

هغه مهال مډالونه په انګلستان کې جوړيدل.

"د مډال ورکولو په هغو خاصو مراسمو کې به يې اول موږ ته پلاستيکي را کول او له څه وخت انتظار وروسته به بيا اصلي را وسپارل شول. "

خو د ښاغلي ملهوترا په قضيه کې انتظار تر ټاکلي وخت ډير شو.

پوره ۶۸ کاله يې وغوښتل.

هند په ۱۹۴۷ کال کې وويشل شو او لاهور د پاکستان برخه شوه.

ښاغلی ملهوترا هند ته وکوچيده او مډال يې هم هير کړ.

نوموړي څوکاله وړاندې دا خبره د هندي خپروونکو د اتحاديې په يوه غونډه کې د بشري قوت او پرمختيا وزارت له يوه جګپوړي چارواکي سره ياده کړه.

یاد شوی چارواکی د دې مسالې په لټه کې شو او دا موضوع يې د پنجاب پوهنتون له مرستيال مدير سره مطرح کړه.

مدير يې دې ته وهڅاوه چې باید مډال ښاغلي ملهوترا ته په لاهور کې ورکړل شي.خو تقدير ورسره بله لوبه وکړه.

کله چې ښاغلی ملهوترا پاکستان ته د سفر تيارۍ نيولې پر ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د نومبر ترهگر بريد وشو او لاهور ته د مهلوترا تگ هم ورسره وځنډيد.

بالاخره مډال د جمعې په ورځ( د مارچ ٢٣) په دیلي کې د پاکستان سفارت، ښاغلي ملهوترا ته وسپاره. که څه هم له ٦٨ کاله وروسته د اصلي مډال په ترلاسه کولو ښاغلی ملهوترا خوشاله دی خو وايي په دې خواشينی دی چې لاهور ته يې تګ ونه شو.

هغه ښار چې ده پکې د ځوانۍ شپې ورځې تېرې کړي دي.