اوباما وايي له اتومي وسلو پاکه نړۍ غواړي

اوباما او مدویدیف د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوباما له روسیې او چین څخه له نړۍ د اتومي وسلو د پاکولو په چاره کې مرسته وغوښته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې له اتومي وسلو د یوې پاکې نړۍ په هڅه کې دی.

نوموړي دا خبرې سوېلي کوریا د اتومي خوندیتوب سرمشریزې ته د تلو پرمهال کړې دي.

بارک اوباما ویلي چې له نړۍ د اتومي وسلو د پاکولو په چاره د روسیې او چین همکاري غواړي.

ولسمشر اوباما او د څه باندې پنځوسو نورو هیوادونو مشران به د سویلي کوریا په پلازمینې سویل کې د اتومي امنیت په اړه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تر اړتیا ډېره اتومي وسله

بارک اوباما د جنوبي کوریا په هانکوک پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل: ''په ډاډ ویلی شم چې موږ تر اړتیا ډېرې اتومي وسلې لرو.''

روسیه او د امریکا متحده ایالتونه په ۲۰۰۹ کې د تاریخي اتومي وسلو تړون لاسلیک کړ.

ددې دوه ورځنې سرمشریزې هدف په نړۍ کې د توغندیو د وسایلو په لا ډیر خوندي کولو د اتومي ترهګرې خطر کمول په ګوته شوی.

د شمالي کوریا اتومي پروګرام د غونډې په اجنډا کې نه دی شامل خو تمه کیږي چې د غونډې په څنډو کې به پرې بحثونه وشي.

د انځور حقوق AP
Image caption راپورونه وايي چې توغندی د توغولو ځای ته وړل شوی دی.

تر وړاندې ولسمشر بارک اوباما شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې که راتلونکی میاشت خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي نو ښايي له نورو بندیزنو سره هم مخامخ شي.

د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کې له خپل کوریايي سیال لي موینګ بک سره د خبرو پرمهال ولسمشر اوباما وویل که شمالي کوریا خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي ستونزمنه وي چې د خوړو په برخه کې مرسته ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې خبرونه وايي توغندی د توغولو ځای ته وړل شوی دی.

ولسمشر اوباما وویل شمالي کوریا به له ګواښونو او تحریکولو هیڅ ترلاسه نه کړي.

ورته مطالب