ترکیې په سوریه کې خپل سفارت وتاړه

سوري وګړي د حمص په بمبارۍ کې پر وژل شوي ژاړي. د انځور حقوق
Image caption سوري وګړي د حمص په بمبارۍ کې پر وژل شوي ژاړي.

ترکیې ویلي چې په سوریه کې د روانې شخړې له کبله یې په دمشق کې خبل سفارت تړلی دی.

د ولسمشر عبدالله ګل لومړي سلاکار ارشاد هرمزلو بي بي سي ته په دمشق کې د خپل سفارت تړل منلي، او وايي چې دا پرېکړه لا له وړاندې نیول شوې وه.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوه ترکي دپلومات له خولې ویلي "په دمشق کې ترکي سفارت سره د دوشنبې له ګهيځه خپل ټول فعالیتونه درولي دي."

دغه دپلومات دا هم ویلي چې په حلب ښار کې به ترکي کونسلګرۍ پرانیستې پاتې وي.

بل خوا، د ترکیې په استانبول کې د سوریې مخالو ډلو د ولسمشر اسد د راپرځولو لپاره غونډه کړې ده.

د سوریې د ملي شورا محمد السرمیني- چې ددې غونډې له سمبالوونکو دی- وايي دا غونډه د ټولو مخالفو ډلو په غوښتنه جوړه شوې.

په سوریه کې د "اخوان المسلمین" ډلې دا غونډه د اسد د نظام له ړنګېدا وروسته د سوریې د راتلونکي لپاره یو ښه انځور بللی دی.

همداراز، د بشري حقونو سوري شبکې ویلي، چې تېره ورځ د تاوتریخوالو په پېښو کې لږترلږه پنځه دېرش کسان وژل شوي، چې درې پکې ماشومان دي.

دا وژنې په حمص، ریف دمشق ادلب، درعا او حلب کې شوې دي.

عنان

پر همدې مهال، روسي ولسمشر دیمتري مدویدف سوریې ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي کوفي عنان سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې شاید د سوریې د کورنیو جګړو د پایته رسولو لپاره د عنان ماموریت وروستی هغه وي.

مدویدف له کوفي عنان سره په هر راز شرایطو کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

کوفي عنان هڅه کوي چې د سوري ولسمشر بشارالاسد پرضد سوریه خپل دريځ لا پسې سخت کړي.

عنان روسي چارواکو ته ویلي چې ددوی پر مرستو او ملاتړ باوري دی.

ورته مطالب