سوري حکومت د سولې د پلان ملاتړ اعلان کړ

عنان او اسد د انځور حقوق AP
Image caption کوفي عنان د روانې میاشتې په لومړۍ کې دمشق ته له سوري ولسمشر بشارالاسد سره د خبرو لپاره تللی و.

د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د ځانګړي استازي کوفي عنان ویاند ویلي، سوري حکومت د تاوتريخوالي پایته رسولو په موخه د کوفی عنان د سولې د پلان ملاتړ اعلان کړی دی.

د جګړې ختمول، د ملګرو ملتونو څار، د مخالفينو له ښارونو د حکومتي ځواکونو وتل او د بشري مرستو چابکول د دغه پلان مهمې برخې دی.

په سوريه کې د تاوتريخوالي د درېدو لپاره د عرب ليګ مخکنی پلان ناکام شوی وو.

مخکې چين چې کوفي عنان دغلته د خپل پلان د ملاتړ خپلولو لپاره ورغلی د سوريې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ټول په يوه خوله د کوفي عنان ننګه وکړي.

چين او روسيه دوه هغه هېوادونه دي چې دوه ځله يې د سوريې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا قراردادونه ويتو کړل.

ښاغلي عنان ویلي، تمه لري چې هڅې یې په سوریه کې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

د عنان پلان په سوریه کې د ملګرو ملتونو له خوا د اوربند او جګړې پایته رسولو غوښتنه کوي.

خو مخالفې ټلوالې ویلي، چې د ښاغلي عنان هڅې به واکمن نظام ته د خلکو د لا ځپلو موقع ورکړي.

پر سوري حکومت تور دی، چې د اصلاحاتو چاره یې هېڅ په پام کې نه ده نیولې.

کوفي عنان له سوري حکومت په لیکلې بڼه غوښتي چې د اوربند غوښتنې ته جدي پام وکړي.

د نوموړي ویاند ویلي، دا تمه شته چې د دغه پلان له مخې د سوریې خلکو ته ارامي راشي.

کوفي عنان له هغو هېوادونو هم مننه کړې ده چې د سوري شخړې د پایته رسولو په برخه کې یې د ده د پلان ملاتړ یې کړی دی.

ورته مطالب