په لوېديځو هېوادونو کې پناه غوښتونکي ډېر شوي

یو کډوال ماشوم د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان کډوالو هم د پناه غوښتونکو په کتار کې لومړی ځای ساتلی دی.

ملګري ملتونه وايي په لوېدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادراې ویلي په ۴۴ صنعتي هېوادونو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پناه غوښتنې عریضې په سلو کې شل زیاتې شوې وې.

ملګري ملتونه وايي په عربي نړۍ کې بي ثباتي ددې لامل شوه چې په ګڼ شمېر کې د تونس، لېبیا او سوریې وګړي په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو عریضې وکړي.

دغه راز له افغانستان او عاج ساحل نه هم په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو ډیرې عریضې شوي دي.

د اروپايي اتحادیې اړوندې (یورو سټېټ) ادارې ویلي چې تر ټولو ډېر تېر کال له هغو عربي هېوادونو، چې دا مهال پکې تاوتریخوالی روان دی، د پناه غوښتونکو شمېر ډېر شوی دی.

وړاندې اروپايي مشرانو خپلو هېوادونو د بهرنیو پناه غوښتونکو د منلو شرطونه سخت کړل.

یورو سټېټ وايي، تر ټولو ډېر تونسي او سوري وګړو په اروپايي هېوادونه د پناه غوښتنې عریضې ورکړې دي.

د امریکا څېړنیزې بروکینګز مؤسسې ویلي، تېر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په تېره بیا له عربي نړۍ او شمالي افریقا نژدې دوه میلیونه انسانان خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي.

خو افغان کډوالو هم د پناه غوښتونکو په کتار کې لومړی ځای ساتلی دی.

دا درېیم ځل دی چې اروپا کې افغان پناه غوښتونکي په لوی شمېر کې راځي.

همدراز، له نیجریا څخه د ۶۷۵۰ پناه غوښتونکو شمېر ۱۱۴۷۰ ته رسېدلی دی.

ورته مطالب