د تونس النهضة ګوند د شرعي قانون غوښتنه رد شوه

تونس د انځور حقوق AFP
Image caption په تونس کې به ډیر خلک دې ته د هیواد د راتلونکي په اړه د یوه مهمې پریګړې په توګه ګوري.

په تونس کې د تر ټولو لوی ګوند جګپوړي چارواکي وايي دوی به د هغو غوښتنو ملاتړ ونه کړي چې وايي په اساسي قانون کې دې ولیکل شي چې ددې هیواد قانون به اسلامي یا شرعي وي.

د مدني اسلامي ګوند النهضه چارواکو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې سخت دریځه اسلام پالي ټینګار پرې کوي چې په اساسي قانون کې دې د دغه هیواد قانون شرعي ولیکل شي.

له قاهرې نه د بي بي سي خبریال جان لاین په دې هکله په خپل راپور کې وايي:

په تونس کې به ډیر خلک دې ته د هیواد د راتلونکي په اړه د یوه مهمې پریګړې په توګه ګوري.

د هېواد دین اسلام

د النهضة ګوند د لوړ پوړو چارواکو په وینا دوی به د دې پلوي ونه کړي چې په اساسي قانون کې دې د هیواد قانون اسلامي یا شرعي ولیکل شي بلکې دوی غواړي چې پخوانی اساسي قانون په خپل حال پاتې او یوازې دومره زیاتونه دې پکې وشي چې د هیواد دین اسلام دی.

خو یوازې دا به محافظه کاران ناهیلي کړي او سیکولر او لیبرال ګوندنه به هم خپه کړي ځکه هغوی ویره لري چې د وروستیو پاڅونونو په پایله کې اسلام په ټوله سیمه کې د خوریدو په حال کې دی.

د النهضه ګوند چې په وروستیو ټاکنو کې یې ډیرې څوکۍ خپلې کړې یوه مشر وویل دوی دغه ګام ددې لپاره اوچت کړی چې ملي یوالي پیاوړی شي او د دیموکراسۍ په پلي کولو کې مرسته وکړي.

دا هغه بحث دی چې ښايي د مینځني ختیځ په هر هیواد کې د ورته بدلونونو په اړه وشي.

په مصر کې وار د مخه د لیبرال ګوند پلویانو شکایت کړی چې اسلامپالو ډلو د نوي اساسي قانون د لیکلو په بهیر کې ډیر واک خپل کړی دی.

ورته مطالب