امريکايي ولس له افغانستانه د سرتيرو ستنېدۀ غواړي

په دې افغان کې امريکايي عسکر د انځور حقوق Getty
Image caption د ټول پوښتنې ۱۶% برخه والو ويلي دي چې امريکايي ځواکونه دې د ماموريت د سرته رسولو پورې په افغانستان کې پاتې وي

د نيويارک ټايمز او سي بي ايس د خبري شبکو لخوا د يوې شوې ټول پوښتنې له مخې، د افغانستان د جګړې لپاره د امريکايي وګړو ملاتړ په تېزۍ سره د ښويېدو په حال کې دی. د ټول پوښتنې له مخې، د امريکا ۶۹ په سلو کې وګړي غواړي چې امريکا دې په افغانستان کې جګړه بنده او امريکايي سرتېري دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې يوازې څلور مياشتې مخکې د ټول پوښتنې ۵۳ په سلو کې برخه والو دغه غوښتنه کوله. د ټول پوښتنې ۶۸ فيصده برخه والو ويلي دي چې د افغانستان جګړه " يو څه بده" او يا هم " ډېره بده " روانه ده. صرف ۲۳ فيصده برخه والو ويلي دي چې د افغانستان جګړه د جنګېدلو وړ ده، چې دا د دې جګړې په تاريخ کې تر ټولو ټيټه شمېره ده.

که څه هم د ټول پوښتنې برخه والو په اکثريت سره د جګړې د ختمولو غوښتنه کوله، خو دوی د امريکايي ځواکونو د راستنېدو د مهال وېش پر سر يو څه وېشلي وو.

سمو نيمايي برخه والو ويلي دي چې د ځواکونو د راستنېدو مهال وېش دې را دمخه کړی شي. ۴۴% ويلي دي چې ځواکونه دې د ۲۰۱۴ کال د مهال وېش څخه د مخه راووځي. په داسې حال کې چې ۳۳% برخه والو ويلي دي چې دوی دې د مهال وېش سره سم، خپل هېواد ته راستانه شي.

د يادونې وړ ده چې د ټول پوښتنې ۱۶% برخه والو ويلي دي چې امريکايي ځواکونه دې د ماموريت د سرته رسولو پورې په افغانستان کې پاتې وي، په داسې حال کې چې يوازې ۳% برخه والو ويلي دي چې دوی دې همدا اوس له افغانستان څخه راووځي.

که څه هم جمهوري غوښتونکي په دې ټول پوښتنه کې تر ډيموکراټانو د افغان جګړې په هکله يو څه مثبت نظر لري، او غواړي چې امريکايي پوځونه دې لږ نور هم په افغانستان کې پاتې شي، خو په عمومي ډول، د دواړو نظرونو خاوندان د افغان جګړې نه بېزاره ښکاري.

د دې بېزارۍ عمده لاملونه د تېرو څو اوونيو پېښې بلل کېږي. لومړی، د امريکايي عسکرو له خوا د قرآن کريم د نسخو سوځول، او بيا د يو امريکايي سرتېري له خوا د اوولسو ولسي وګړو وژنه او ورپسې تاوتريخوالی چې په نتيجه کې يې يو شمېر امريکايي سرتېري ووژل شول، د دې باعث ګرځېدلي چې امريکايان جګړه تر پوښتنې لاندې راولي.

ورته مطالب