پنځه هيوادونه خپل نوى گډ بانک غواړي

د بريکس سرمشريزه د انځور حقوق AP
Image caption دغو پنځو هيوادونو سره هوډ وکړ چې په خپلو مينځو کې به د ډالرو پر ځاى سوداگري په خپلو رايجو پيسو کوي.

د بريکس په نامه د مخ پر ودې اقتصادونو په دغه ډله کې برازيل، روسيه، هند، چين او سويلي افريقا شامل دي د نړۍ د پنځو مخ پر ودې اقتصادونو په سرمشريزه کې د يوۀ گډ بانک د جوړولو وړانديز وشو.

دوي هيله من دي چې دغه بانک له نړيوال بانک سره د سيالۍ جوگه وي.

د هند په پلازمينه دهلي کې په جوړه شوې سرمشريزه کې دغو پنځو هيوادونو سره هوډ وکړ چې په خپلو مينځو کې به د ډالرو پر ځاى سوداگري په خپلو رايجو پيسو کوي.

په سرمشريزه کې د منځني ختيځ په حالاتو هم خبرې وشوې او گډوانوال په دې سره همغږي وو چې خبرې اترې د سوريې او ايران ستونزو ته د حل سوله ييزه لاره ده.

د برازيل، روسيې، هند، چين او سويلي افريقا هیوادونه وار د مخه د نړۍ په اقتصاد کې لويه برخه لري. د دوى ټولو گډ اقتصاد په يوازې سر د متحدو ايالاتو يا د اروپايي ټولنې تر اقتصادي فعاليت ډير دى. د دوى ترمنځ او له لويه سره د مخ پر ودې اقتصادونو خپلمنځي سوداگري ډيره په چټکۍ غوړيږي.

په دغو پنځو هيوادونو کې چې څه د پام وړ دي هغه دا دي چې چين له نورو څلورو هيوادونو ډيره سودا کوي. ځينې گامونه د دې ښکارندويي کوي چې چين اوس د برازيل او سويلي افريقا لپاره په لوى بازار بدل شوى دى.

د خپل منځي تجارت د زياتېدا لپاره مشران هڅه کوي چې دغه هيوادونه يوۀ بل ته د سوداگرۍ لپاره خپلې پولې پرانيزي. څومره چې د دوی تر منځ سوداګري پر مخ ځي هغومره به دوی ته دا چانس برابر شي چې په نړيواله کچه د خپلو پيسو اغيز ډير کړي.

اساسي پوښتنه دا ده چې ايا خرڅوونکي او صادروونکي به خوښ وي چې د ډالرو او يورو پر ځای د بېلگې په توگه هندي روپۍ يا روسي روبلز ومني؟ که چيرې پلوروونکی هند يا روسیه وي ځواب ښايي هو وي خو د دې لپاره بايد لومړى دوى د هغه بل هيواد پيسه ولري.

دا ممکنه نه ده، خو دا به شايد ډيره اسانه وي چې راکړه ورکړه په هغو پيسو وشي چې په نړيواله کچه پرې سوداګري کيږي. د برازيل، روسيې، هند ، چين او سويلي افريقا هيوادونو په پیسو راکړه ورکړه کول يوه هيله ده. ښايي په پاى کې دوى خورا لوى رول ولري خو ډير امکان دا دى چې سودسودا به پريکړه اسانه کړي.

دا به بيا د اقتصاد په غوړيدا او د مالي سيستم د ښه کيدا په برخه کې مرسته وکړي چې دغه پيسې په نورو هيوادونو کې په اسانۍ سره وکاريږي.

ورته مطالب