پاکستان کې د اسامه بن لادن وروستي کلونه

اسامه
Image caption په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن وروستى کور چې د ٢٠١١ کال د مۍ په دويمه نېټه په کې ووژل شو

د القاعدې وژل شوي مشر اسامه بن لادن د خپل ژوند په وروستيو ١٠ کلونو کې هم د څلورو ماشومانو پلار شو.

دا خبره د اسامه بن لادن کشرۍ ميرمن پلټونکو ته په ډاگه کړه چې اوس د پاکستاني پوليسو له خولې رسنيو خپره کړه.

د اسامه بن لادن کشرۍ ميرمن امل عبدلفاتح چې د خپل خاوند په باب څه ويلي دا د القاعده د مشر د ژوند پر داسې اړخونو رڼا اچوي چې تر اوسه روښانه نه وو.

٥٤ کلن اسامه بن لادن په ٢٠٠١ کال کې پر افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تر بريدونو وروسته ترى تم شو خو د ٢٠١١ کال د مۍ په مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکاييانو له خوا ووژل شو.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد کې اسامه بن لادن له دوو سعودي ميرمنو او له پنځو ماشومانو سره يې اوسېدۀ.

پاکستان اوس د اسامه پر درو کونډو تور پورې کړى چې د دوى خاورې ته په ناقانونه توگه ننوتې دي.

د اسامه کشرۍ ميرمن امل عبدالفاتح ٣٠ کلنه ده او هغه وخت ټپي شوه چې امريکاييانو د دې پر خاوند بريد کاوۀ.

امريکايييانو ويل چې دغې ميرمنې د خپل خاوند د ساتلو هڅه کوله.

رپوټونه وايي چې امل عبدالفاتح د ٢٠٠٠ کال په جولاى کې پاکستان ته له خپلې خور او اوښي سره په درې مياشتنۍ ويزې ورغلې وه او له هغه ځايه د افغانستان کندهار ته اوښتې وه.

له اسامه بن لادن سره د امل عبدالفاتح د وادۀ نېټه معلومه نه ده خو د پاکستاني پوليسو له رپوټ سره سم چې رسنيو خپور کړى دى ويل شوي چې کندهار ته تر تگ وروسته دا له اسامه سره يو ځاى شوې او هغه وخت ورسره دوه بنې هم وې.

رپوټ وايي چې د سپتمبر د ١١ نېټې تر بريدونو وروسته د اسامه کورنۍ خپره وره شوه او امل کراچۍ ته له خپلې يوې لور سره لاړه.

د دې دا لور صفيه نوميږي چې له اسامه سره يې لومړنى اولاد دى او ظاهرآ په کندهار کې زيږيدلې ده.

د اسامه بن لادن کشرۍ کونډه اته يا نهه مياشتې په کراچۍ کې اوسيدلې ده.

وروسته دا له کراچۍ پېښور ته ولاړه او هلته له اسامه بن لادن سره بيرته يو ځاى شوه.

له پېښوره دوى سوات ته تللي او هلته اته يا نهه مياشتې دېره وو.

له سوات وروسته د اسلام اباد په خولۀ کې د مري ښار ته سره تللي او هلته دوه يا درې کاله اوسيدلي دي.

رپوټ ښيي چې د ٢٠٠٥ کال په ترڅ کې د القاعدې مشر ايبټ اباد ته لېښلي دي.

په همدې وخت کې امل عبدالفاتح د اسامه بن لادن څلور نور اولادونه وزيږول.

په هري پور کې د عايشې په نامۀ نجلۍ په ٢٠٠٣ کال کې وزيږيده او په ورپسې کال کې يې همدغلته د ابراهيم په نامۀ زوى وزيږيد.

د اسامه بن لادن دا دواړه ماشومان د هري پور په يوۀ سرکاري روغتون کې زيږيدلي دي.

د اسامه دوه اولادونه، زينب او حسين په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٨ کال کې په ايبټ اباد کې وزيږيدل.

رپوټ ښيي چې امل عبدالفاح له خپل خاوند سره تر بيا يو ځاى کيدا وروسته تر هغو يو ځاى وه چې د القاعدې مشر وژل کيدۀ.

ورته مطالب