اخوان المسلمين ولسمشرۍ ته خیرت الشاطر ټاکلی دی

خیرت شاطر د د انځور حقوق Reuters
Image caption الشاطر د پوځ له لوري له محاکمې وروسته په مخکني نظام کې بندي شوی هم دی.

محمد خيرت الشاطر چې د اخوان المسلمين يو جگپوړى غړى دى د ولسمشرۍ ټاکنو کې ددې گوند کانديد وي. وړاندې دې ډلې ويلي وو چې د ولسمشرۍ لپاره به نوماند نه لري.

دې اعلان هغو اټکلونو ته پاى ورکړ چې د اخوان المسلمين ډله به د ولسمشرۍ ټاکنو کې د چا تر شا ودرېدله.

ښاغلى الشاطر يو شتمن سوداگر او د ددې ډلې يو جگپوړى غړى او اصلي تمويلوونکى دى.

نوموړي اخوان المسلمين سره د تړاو له امله دوولس کاله په زندان کې تېر کړي دي. وړاندې په دې ډلې بنديز و.

نوموړى همدا تېرکال له ولسي پاڅون وروسته پرېښودل شو.

اخوان المسلمين په يوه رسمي بيان کې ويلي دي له دې لپاره يې خپله هغه پرېکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې به کانديد نه ودروي اړولې ده چې د مصر انقلاب ته متوجه خطرونه له منځه يووړل شوي او واک له پوځ څخه ملکي ادارې ته ولېږدول شي.

د اخوان المسلمين ډله له وړاندې نه د مصر نوي پارلمان او هغې جرگه گۍ کې اکثريت لري چې د نوي اساسي قانون مسوده به جوړوي.

خو دا ډله شکايت کوي چې د نوې کابينې د جوړولو په لړ کې د دوى د هڅو مخه وهل شوې او هم ورته د پارلمان د ړنگولو گواښونه کېږي.

اخوان المسلمين ډله استدلال کوي چې له ړنګ شوي حکومت څخه د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو راوړاندې کول به نورې ننگونې رامنځ ته کړي.

ورته مطالب