چین د "پوځي کودتا" د اوازو په تور شپږ کسه نیولي

پکین کې د هغه ټانک عکس چې وېبلاګر یې حکومتي بولي
Image caption ځينو وېبلاګرو داسې انځورونه خپاره کړي، چې وايي د حکومتي ټانکونو دي.

چینايي چارواکي وايي شپږ تنه یې نیولي ویل کېږي دوی اوازې خپرولې چې د بیجینګ پر سړکونو پوځي ګاډي لیدل کېږي.

په چین کې د انټرنېټ له لارې په تېره بیا د شخصي ویبلاګونو په پراخه توګه خبرونه خپرېږي.

بهرنیو خبري رسنیو ددې میاشتې په سر کې داسې انګېرلې او ګمان کړی وو چې ښايي یوه کودتا رامنځ ته شي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، په چین کې د انټرنېټ له لارې د پوځي کودتا اوازې په نړیوالو رسنیو کې هم خپرې شوې.

د انټرنېټي معلوماتو چینايي حکومتي دفتر ویلي، د ناسمو اوازو د خپراوي په تور یې هغه شپاړس وېبپاڼې هم تړلې دي، چې په چین کې یې د پوځي کودتا اوازې خپرولې.

دوه وېبپاڼې له دې تور له شنبې تر سه شنبې پورې تړل شوې دي، چې ګني د اوازو خپروونکو وېبلاګونو ملاتړ یې کړی دی.

ځينو وېبلاګ جوړوونکو داسې انځورونه خپاره کړي، چې ګني د پکین پر سړکونو پوځي ګاډي لیدل کېږي.

دا معلومات او انځورونه د چینايي چارواکو لپاره په یوه حساس وخت کې خپاره شوي دي.

ورته مطالب