امریکايي په لاترۍ کې ۶۴۵ میلیون ډالر وګټل

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر دې مخکې په ۲۰۰۷ کال دوو کسانو ته د لاټرۍ له لارې ۳۹۰ میلیون ډالر ختلي وو، چې په خپلو کې یې سره ووېشل.

په امریکا کې د هغې لاټرۍ ګټونکي اعلان شول چې تراوسه یې په ټولې نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی.

د دې لاټرۍ پیسې شپږ سوه او څلویښت (۶۴۰) میلیونو ډالرو ته رسیږي. تر اوسه د لاټرۍ یو ګټونکی پیدا شوی خو چارواکي ګومان کوي چې ښايي نور ګټونکي یې هم وي ځکه یې اوس د هغو لټه پیل کړې ده.

ددې لاټرۍ لپاره په امریکا کې خلکو د یو نیم ملیاردو ډالرو ټکټونه اخیستي وو، خو دا لاټري د جنورۍ له میاشتې راهیسې پایې وه او هېڅ چا نه وه ګټلې ځکه یې پیسې د وخت له تېرېدو سره ډېرې شوې.

د هغه ټکټ یا شمېرې اعلان چې لاټري یې ګټلې ده د امریکا په اټلانټا کې وشو.

لکه څرنګه چې د لاټرۍ په دغه اعلان کې وویل شول تراوسه پورې په امریکا او نورې نړۍ کې په لاټرۍ کې چا دومره ډېرې پیسې یعنې شپږ سوه او څلویشت میلیونه ډالر نه دي ګټلي.

که څه هم د دې اوسنۍ لاټري یو کټونکی ټکټ د امریکا په مريلانډ ایالت کې له یو چا سره موندل شوی خو داسې ګومان کېږي چې کېدای شي نور کسان هم وي چې د شپږ سوو او څلویشتو میلیونو ډالرو یوه برخه یې ګټلي وي.

همدا لامل دی چې اوس د هغو کسانو لټه پیل شوې ده. د لاټرۍ د ادارې ویانده کارل ایفریټ هم همدا خبره کوي.

یو تکټ چې لاټري یې ګټلې ده د مريلانډ ایالت په یوه سیمه کې چې بلت ټیمر کاونټي نومیږي له یو چا سره دی. موږ ګومان کوو چې ښايي په نورو سیمو کې هم د دې لاټرۍ ګټونکي وي خو تراوسه موږ نه پوهیږو چې نور ګټونکي به په ګومو ځایونو کې وي.

د لاټرۍ د ګټونکي ټکټ له اعلان وروسته د دې لاټرې بازار نور هم ګرم شو. د هغو ځایونو په مخ کې د خلکو اوږده کتارونه جوړ شول چې ددغې لاټرۍ ټکټونه پلوري.

په کلفورنیا کې له همدې ډلې یوه کس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دومره اوږد کتار کې دومره اوږد انتظار باسي بي بي سي ته وویل:

''ولي زه دلته دومره اوږد انتظار باسم ځکه چې په دې کتار کې د ولاړو نورو کسانو په شان زه هم غواړم چې شتمن شم. موږ ټولوخوبونه لیدلي، د ښه ژوند خوبونه، دلته ټولو کسانو داسې خوبونه لیدلي چې هر شی چې وغواړي هغه واخیستلای شي.''

خو بختور هغه څوک دی چې د لاټرۍ د ټکټ شمېره یې ګټونکې وخیژي.

د لاټرۍ د ادارې چارواکي وايي که څه هم د اوسنۍ لاټرۍ یو ګټونکی پیدا شوی خو دوی فکر کوي چې ښايي د شپږو سوو او څلویښتو میلیونو ډالرو ګټونکي یو کس نه بلکې لسګونو کسانو ګټلي وي.

ورته مطالب