"سوري ملګري" پر سوري نظام د فشار لارې چارې لټوي

ډاکټر بسمه کدماني د انځور حقوق
Image caption د سوریې د مخالفې ټلوالې د شورا غړې ډاکټر بسمه کدماني وايي هېواد له انساني ناورین سره مخامخ دی.

له اويا د زياتو لويديځ او عربي هېوادو د بهرنيو چارو وزيران او نور مشران نن په استانبول کې د سوريې په وضعه غونډه کوي.

دوى به د سوريې په حکومت د فشار راوړلو او د اپوزيسون غښتلي کولو په لارو چارو غږيږي.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړېدونکې ده چې امريکا او خليجي هېوادو د سوريې لپاره د ملگرو ملتو په ځانگړي استازي کوفي عنان غږ کړى دى چې د سولې پلان منلو لپاره د سوريې حکومت ته مهال وېش وټاکي.

په پوځي ډگر کې پرونه هم د اپوزيسون لخوا د نوو وژنو خبر ورکړ شوى دى او د سوريې د بهرنيو چارو د وزرات وياند جهاد مقدسي ويلي دي حکومت هغه هڅې اوس ناکامه کړي چې د دولت نسکورول ېې غوښتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي دا غونډه پر څلورو مسایلو غږېږي "د فشار ډېرول، د بشري مرستو رسول، د سوري ټلوالې دیموکراتیک فعالیت او تاوتریخوالو کې د ښکېلو کسانو د محاکمې لپاره د ولس همکاري."

دا غونډه په ریاض کې د امریکايي وزیرې هیلري کلنټن له خبري غونډې وروسته جوړېدونکې ده.

خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل د سوري ټلوالې د وسله وال کېدو ملاتړ کړی دی.

نوموړي له هیلري کلنټن سره یوې ګډې خبري غونډې ته وویل: "که چېرې ټلواله له خپل ځانه ددفاع جوګه وي، خو د بشارالاسد د واکمنۍ وخت نور ختم شوی دی."

ښاغلي الفیصل دا هم ویلي چې : "د ټلوالې وسله وال ملاتړ لازم دی، ځکه چې له وسلو پرته له ځانه دفاع نه شي کولی."

مخالفې ټلوالې

د انځور حقوق AP
Image caption کلنټن وايي د عنان د پلان ملاتړې ده.

د سوري ټلوالې د ملي شورا مشر برهان غلیون ویلي، چې د سوریې ازاد پوځ ته دې وسله ورکړل شي.

غلیون وايي، سوري پوځ "باید نور د ولس وژنې وسله پرځمکه کېږدي."

په بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د استانبول غونډه له ټکر او ستونزو سره مخامخ ده.

نوموړی وايي، لوېديځ مشران پر سوري نظام د فشار ډېرول او د مخالفانو پر ملاتړ ټينګار کوي.

خو لوېديځ په سوریه کې هېڅ راز پوځي مداخله نه غواړي، ان که هغه د ټلوالې وسله وال ملاتړ هم وي.

ورته مطالب