اردوغان وايي د اسد رژيم به ژر راوپرځي

د انځور حقوق Reuters

د ترکیې لومړي وزیر ویلي، له سوري وګړو سره باید له خپله ځانه ددفاع په برخه کې همکاري وشي.

رجب طيب اردوغان دغه څرګندونې په استانبول کې د نړۍ د اوياوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو په غونډه کې چې د سوريې د پاڅون په اړه ده، وکړې.

اصلي مخالفې ډلې د سوريې ملي شورا د حکومت د مخالفو ياغيانو د مسلح کېدو غوښتنه کړې چې ځينو عربي هېوادونو يې ملاتړ کړی.

خو د کنفرانس ډېری هېوادونه وېريږي چې دا به توکمېزو جګړو ته لمن ووهي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ پر سوري حکومت غږ وکړ چې په سملاسي ډول د کوفي عنان پلان پلی کړي:

د انځور حقوق AFP
Image caption اردوغان ویلي: ''که سوري نظام پر خلکو ظلم ته دوام ورکړي، ډېر ژر به رانسکور شي.''

''لکه چې تاسو پوهېږﺉ د اسد رژيم ويلي وو چې د کوفي عنان د سولې پلان مني، خو تراوسه يې په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي، وژنې روانې دي او دا هغه څه دي چې بيخي د منلو نه دي.''

بل خوا، د سوري ټلوالې د شورا ریس برهان غلیون له کنفرانسه وغوښتل چې شورا یې د سوري ولس لپاره د یوازیني قانوني استازي په توګه وپېژني.

نوموړي د استانبول کنفرانس ته وویل، چې ''د سوریې ازاد پوځ عناصرو ته باید ثابتې تنخواګانې ځانګړې شي.''

دغه پوځ د سوري نظام له پوځ جلا شوې برخه ده، چې په سوریه کې د حکومتي ځواکونو پرضد عملیات کوي.

ورته مطالب