څلور ورځنۍ کريکټ لوبه:لومړۍ ورځ د بالرانو وه

نوروز منگل د انځور حقوق AFP Getty
Image caption نوروز منگل وځليد ٦٧ منډې يې وکړې او وروستى لوبغاړى و چې سوځېدۀ

لومړۍ ورځ هالنډ په لومړي وار ١٣٣ په دويم ځل ٧ منډې يو کس سوځيدلى افغانستان ١٢٩

د دې څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ هغې نيمايي لوبه بشپړه کړه خو بخت پکې د هالنډ بيداره پاتې شو.

افغانستان هالنډيانو ته د منډو بلنه ورکړې وه او چې کله يې په ١٣٣ منډو وسوځول د ټولو هيله دا وه چې افغانان به نه يوازې تر دې منډو اوړي بلکې دومره ډيرې به پرې ورزياتوي چې د دويم ځلي لپاره هم برلاسي واوسي.

خو د هالنډ بالرانو او تر ډيره د افغان منډه جوړونکو د شارټ انتخاب کيسه بدله کړه.

په اول اوور کې افغانستان دوه لوبغاړي په داسې شارټونو له لاسه ورکړل چې که يې نه واى وهلي هم کومه ټکه نه لويده.

يوازې کپتان نوروز منگل په پوره ډاډ، وخت او حالت ته په پام سره لوبه وکړه.

نوروز منگل ٦٧ منډې وکړې او وروستى لوبغاړى و چې وسوځيد.

ميرويس اشرف يوازينى بل لوبغاړى و چې تر لسو ډيرې منډې يې لرلې، هغه په ١٨ وسوځيد.

١٢٩ منډې کمې دي او په دې لا بدې دي چې تر هالنډ په لومړي ځل څلور منډې لږ وې او په دې توگه که د دې لوبې پايله هر ډول وي هالنډ د شپږو اضافي پوانيټونو څښتن شو.

د افغانستان لپاره يوازينۍ د هيلې خبره ښايي دا وي چې تير کال هم هالنډ په څلور ورځنۍ لوبه کې په لومړي ځل تر افغانستان مخته و خو په دويم وار يې ماتې وخوړه

اوس هم د ورځ په پاى کې عزت الله دولتزي د هالنډ يو کس وسوځاوۀ او دا هيله يې ډيره کړه چې د تير کال پايله ښايي تکرار شي.

Image caption عزت الله دولتزي په ٢٥ منډو څلور کسه وسوځول

.

د چايو تر وقفې

د چاپوي تر وقفې افغانستان د ١٣٣ منډو په ځواب کې ٢٩ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي وو.

د ډوډۍ تر وقفې وروسته افغان بالرانو د هالنډ پاتې درې لوبغاړي وسوځول خو وروستۍ جوړې تر يوۀ وخته سرخوږى جوړ کړ او منډې يې تر ١٣٣ ورسولې.

دا د څلور ورځنۍ لوبې لپاره ډيرې نه دي خو د افغانستان پيل هم ښه نه و.

جاويد احمدي په دويم توپ او اصغر ستانکزى د لومړي اوور په وروستي توپ وسوځيد.

لومړى په صفر دويم په څلور منډو وسوځيد.

په لومړۍ پاڼۍ کې د منډو زياتيدل دوه گټې لري، هم د بري هيله ډيروي او هم په لومړي وار لاسبرې لوبډله د شپږو اضافي امتيازونو يا پواينټونو درلودونکى دى.

د افغانستان منډه جوړونکو ته په پام سره او د هالنډ لږو منډو ته په کتو دا امکان ډير دى چې افغان لوبغاړي اضافي شپږ پوانيټونه خپل کړي.

د هالنډ د لوبډلې ژر سوځيدل د دوو تيزو بالرانو له امله وو.

زلمي بالر عزت الله دولتزي او دولت ځدراڼ په گډه اته کسه وسوځول.

ميرويس اشرف او سميع الله شينواري پاتې دوه کسه ستانه کړل.

د ډوډۍ تر وقفې وړاندې

په شارجه کې د لويو وچو ترمنځ د سياليو په لوبه کې افغان بالران پر هالنډي لوبغاړو پوره برلاسي ښکاري.

د دغې څلور ورځنۍ لوبې پر لومړني سهار کپتان نوروز منگل پچه وگټله او په نسبتآ شنۀ پيچ يا ميدان يې هالنډيانو ته د منډو بلنه ورکړه.

ميرويس اشرف او دولت ځدراڼ د هالنډ د پيل لوبغاړي يو په بل پسې وسوځول.

دولت درې او ميرويس اشرف يو کس اوټ کړ.

که څه هم دا د هالنډ د پيل لوبغاړو ته گوزار و خو دغه فشار زلمي بالر عزت الله دولتزي په درو نورو سوځونو پر ځاى وساتۀ.

د ډوډۍ تر وقفې پورې هالنډ ٨٤ منډې درلودې او د سر اووه لوبغاړي يې سوځيدلي وو.

عزت الله دولتزي اووه اوورونه وکړل يوازې نهه منډې يې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.

تر دۀ وړاندې دولت ځدراڼ په خپلو لسو اوورونو کې د ٢٧ منډو په بدل درې هالنډيان ستانۀ کړل.

د افغانستان په لوبډله کې يو بدلون راغلى او هغه هم خورا د پام وړ.

محمد شهزاد چې له تيرو څو کلونو د ويکټ ساتونکي په توگه لوبېدۀ په دې لوبه کې يوازې د منډه جوړونکي دنده پر ځاى کوي.

د ويکټ ساتنې چارې زلمي لوبغاړي افسر خان ځاځي ته سپارل شوي دي.

افسر خان ځاځى د ١٩ کلنو د لوبډلې لوبغاړى دى او تر دې وړاندې يې د ملي لوبډلې لپاره لوبه نه وه کړې.

Image caption دولت ځدراڼ د سر درې لوبغاړي وسوځول

تر اوسه يې يو کيچ نيولى او ظاهرآ د لوبې فشار پرې څرگند نه دى.

ښايي د افغان بالرانو ښې لوبې پر زلميو لوبغاړو فشار کم کړى وي.

افغان لوبډله

جاويد احمدي

شبير نوري

محمد شهزاد

نوروز منگل

اصغر ستانکزى

محمد نبي

سميع الله شينوارى

افسر ځاځى

ميرويس اشرف

دولت ځدراڼ

عزت الله دولتزى

ورته مطالب