بندي فلسطينۍ له اسراییلو غزې ته رسول شوې

هناء شلبي د انځور حقوق 1
Image caption هناء شلبي څه باندې ۴۰ ورځې د نه خوړو اعتصاب کړی و.

د غزې په تراډه کې د بي بي سي خبریال وايي، په اسراییلو کې بندي فلسطينۍ د ۴۳ ورځو د نه خوړو له اعتصاب وروسته غزې تراډې ته رسول شوې ده.

هغه فلسطينۍ بندي، چې په اسراییل وکې له څه مودې راهیسې بندي وه، له څه باندې ۴۰ ورځو نه خوړو اعتصاب وروسته د غزې تراډې شمال ته رسول شوې ده.

د لوېديځې تراډې جنین اوسېدونکې هناء شلبي د ایرتز له لارې د اسراییلو او فلسطين ترمنځ پولې اوښتې وه.

دغه پوله نژدې دوه کیلومتره اوږدوالی لري.

پر پوله د آغلې شلبي د راستنېدا لپاره د فلسطين د حماس او الجهاد الاسلامي ډلو او فعالینو لسګونه کسان او خبریالان د هغې هرکلي ته ولاړ وو.

په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، له پولې له اوښتو سره سم، هناء شلبي روغتون ته یووړل شوه، او دا مهال یې کلکه روغتیايي څارنه کېږي.

د الجهاد الاسلامي ډلې ویلي، د شلبي د قضیې په تړاو به په غزه کې د خوښۍ ولسي پروګرامونه جوړ کړي.

ورته مطالب