سایبریا کې روسۍ مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

د انځور حقوق AP
Image caption په الوتکه کې ۴۳ مسافر سپاره ول.

د روسیې یوه الوتکه، چې ۴۳ کسان پکې سپاره وو، په سایبیریا کې رانسکوره شوې ده.

د ژغورنې ډلې وايي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او یو شمېر ژغورل شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي.

دغه فرانسوي ای ټي ار دوه اویا ډوله الوتکه له ټومین څخه پورته شوې وه د شمالي ایالت سرکټ په لور روانه وه، چې رادار نه ورکه شوه.

د روسیې د ترانسپورټ وزیر وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې کړي دي.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت ویلي چې په سایبریا کې یې یوه الوتکه لوېدلې، چې ۴۳ مسافر پکې سپاره وو.

ژغورل شوي د چورلکې په مټ روغتون ته استول شوي دي.

په تیومن کې روسي حکومتي خبري اژانس RIA د روغتون د چارواکو له خولې ویلي، چې د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، دا الوتکه د یوټایر شرکت وه.

په تېر اپریل کې ولسشمر دیمتري مدویدیف د هوايي چلند پر شرکتونو نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د هېواد ملکي هوايي چلند دې عصري کړای شي.

ورته مطالب