سوري حکومت د پوځي عملياتو پر درېدو موافقه کړې

Image caption ملګري ملتونه وايي د تېر کال په اوږدو کې په سوريه کې له نهو زرو ډېر کسان وژل شوې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، د سوریې حکومت موافقه کړې چې پوځي عملیات به د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پای ته رسوي.

دا چاره د ښاغلي عنان د سولې د پلان د ځینو برخو د عملي کولو له مخې ترسره کیږي.

کوفي عنان له څه مودې راهیسې هڅه کوي چې په سوريه کې د کړکېچ د پای ته رسولو منځکړیتوب وکړي.

ملګري ملتونه وايي د سوریې په کړکېچ کې د تیرکال په اوږدو کې له ۹زرو ډیر کسان وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د بي بي سي خبریاله بابرا پلیټ په خپل راپور کې وايي، دا پلان د سوریې د حکومت لپاره دی چې خپل پوځي قطعې او درنې وسلې د خلکو د اوسیدو له ځایونو د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې وباسي.

له دې وروسته به دواړه خواوې ۴۸ ساعته وخت ولري چې اوربند وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوسن رایس وویل د امنیت شورا ټولو غړو د کوفي عنان د پلان ملاتړ وکړ.

خو د شورا ځینو غړو د سوريې پر ژمنو شک درلود، ځکه تردې مخکې یې د اوربند په اړه کړې ژمنې ماتې کړې دي.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشر الجعفر تایید کړې چې دمشق د اپریل د میاشتې د لسمې نیټې ضرب الاجل منلی دی.

خو ده ټینګار وکړ چې ښاغلی عنان او نورې خواوې باید له مخالفو وسله والو نه هم ورته ژمنې واخلي:

"د سوریې حکومت د سولې د شپږ ماده ییز پلان د بریالي پلي کولو ته ژمن دی، خو چې د سوریې ملي حاکمیت سره په ټکر کې نه وي او هغه ته درناوی وشي."

ښاغلي الجعفر وويل د سولې پلان تر هغه نه شي بریالی کیدای چې ټول اړخونه دغه پلان ته يو ډول ژمن نه وي.

دا لومړی ځل دی چې د ښاغلي عنان د سولې د پلان د عملي کولو لپاره وخت ټاکل کیږي او د سوریې حکومت یې مني، خو تراوسه یې عملي کړی نه دی.

د اوربند ترڅنګ د کوفي عنان د سولې پلان دا غوښتنه هم کوي چې بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي او د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره دې سیاسي خبرې پیل شي.

په همدې حال کې د سوریې پخوانی مرستیال ولسمشر رفعت الاسد وايي ګومان کوي چې د بشارالاسد په مشرۍ حکومت به ونشي کولای چې تر ډیرې مودې پاتې شي.

رفعت الاسد چې د سوریې د ولسمشر تره دی بي بي سي ته وویل په سوریه کې د تاوتریخوالي کچه د ده د واوره د حکومت لپاره ډیره لوړه ده چې په خپل حال پاتي شي.

وروسته له هغه چې په ۱۹۸۰ کال نوموړی له خپل ورور نه د واک په اخیستلو کې پاتی راغی رفعت الاسد په پاریس کې اوسیږي.

ورته مطالب