امريکا د لشکر طیبه د مشر پر سر لس ميليونه ډالره ايښي

حافظ محمد سعيډ د انځور حقوق AP
Image caption جماعت الدعوه او لشکر طیبه دواړه اوس د امريکا په تور لست کې دي.

د امريکا متحده ایالاتو په پاکستان کې د مېشتې اورپکې ډلې لشکر طيبه د بنسټګر حافظ محمد سعيد د نيولو پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.

هند د امريکا د دغه ګام ستاينه کړې.

ښاغلی سعيد اوس د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او فکر کېږي چې د لشکر طيبې مخکښه ډله ده چې په هند کې د ممبيي له بريدونو وروسته پرې بنديز لګېدلی.

دغه راز د ښاغلي سعید د اوښي عبدالرحمن مکي پر سر هم دوه ميليونه ډالره انعام اېښودل شوی چې د لشکر طیبه مرستیال بنسټګر دی.

جماعت الدعوه او لشکر طیبه دواړه اوس د امريکا په تور لست کې دي.

چارواکي وايي دغه جايزه به هغو کسانو ته ورکول کېږی چې دغه کسان ونيسي او يا يې هم معلومات د دوی د نیولو لامل وګرځي.

په ۲۰۰۸ کال کې د ممبيي په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۶۵ کسان ووژل شول.

په دغه پېښه کې نهه بريدګر هم ووژل شول، خو د اجمل قصاب په نوم یو بریدګر ژوندی ونيول شو چې محکمې د مرګ سزا ورکړې ده.

هند د دغو بريدونو پړه پر لشکر طيبه وراچوي، خو دغه ګوند وار له مخه د هند دغه ادعار رد کړې ده.

حافظ محمد سعید د ممبيي له بريدونو وروسته ونیول شو، خو پرته له کوم تور نه بېرته پرېښودل شو.

د عدالت په برخه کې د امريکا د متحده ایالاتو د جایزې څانګه وايي:"ښاغلی سعید د پاکستان اوسېدونکی دی، سره وېښته او نصواري سترګې لري."

هغه کسان چې په سر يې لوړې جايزې ايښودل شوې دي:

ايمن الظواهري: ۲۵ ميليونه ډالره

ملا محمد عمر: ۱۰ ميليونه ډالره

حافظ محمد سعيد: ۱۰ ميليونه ډالره

ابو دعا: ۱۰ ميليونه ډالره

ياسين السوري: ۱۰ ميليونه ډالره

حکيم الله مسعود: پنځه ميليونه ډالره

جمال محمد البداوي: پنحه ميليونه ډالره

سراج الدين حقاني: پنحه ميليونه ډالره

ورته مطالب