القاعده اوس په افريقا کې د غوړېدو ځاى لري

القاعده د انځور حقوق AFP
Image caption نوې څيړنه ښيي چې په افريقا کې اوس القاعدې ته د غوړيدا ځاى پيدا شوى

د برتانيا يوې څېړونکې ادارې گواښنه کړې چې د اسامه بن لادن تر پروسږنۍ وژنې وروسته کمزورې شوې القاعده، اوس په افريقا کې د ودې لپاره ښېرازه ځمکه لري.

د متحدو خدمتونو سلطنتي انستيوت وايي القاعده پر ځايي اسلامپالو ډلو له اغېز نه گټه پورته کوي او د نړيوال جهاد نوې جبهه پرانيزي.

ماري هارپر په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

د رپوټ په ټکو، القاعدې افريقا ته سترگې نيولې چې ځان په کې له سره سمبال او پياوړى کړي او بيا نړيوال جهاد راپيل کړي.

په هغه کې د څپ څپاندۍ يوه کړۍ انځور شوې چې په لوېديځ کې له مالي نه نيولې بيا تر نيژير او نايجريا او وړاندې د ختيځ پر لور تر سوماليا او کېنيا غزېږي.

رپوټ وايي چې القاعده په دغه لويه وچه کې له گڼو بې حکومته سيمو نه د گټې په پورته کولو، له هغو اسلامپالو ډلو سره گډه همکاري پيلوي چې لا دمخه جوړې شوې دي.

دا کار لا پخوا په سوماليا کې شوى چې د الشباب ډله پکې، چې د هېواد ډېره برخه يې په لاس کې ده، په القاعده کې ور گډه شوې او خورا گڼ بهرني جنگيالي يې په ليکو کې جنگېږي.

د اسلامي مغرب القاعده هم چې د هيوادونو په يوه پراخه لړۍ کې فعاله ده، په ورته ډول اغېزمنه شوې ده.

رپوټ وايي چې القاعدې افريقايي اسلامپالو ډلو ته جنگيالي، پيسې، وسلې او نور امکانات رسولې دي.

رپوټ وايي آن د بوکو حرام په څېر ډلې هم د هغه په ټکو، دا ډول ناکراروونکي تړاوونه جوړ کړي او دا وس يې ورکړى چې حيرانوونکي او ډاروونکي بريدونه ترسره کړي.

د متحدو خدمتونو سلطنتي انستيتوت وايي په افريقا کې ددې ډول ډلو د پراخېدو اغېز تر برتانيا هم رارسېږي، په تېره بيا د خپلو سومالي وگړو له لارې چې په ځوانانو کې يې سخت دريځي مخ په ډېرېدو ده.

رپوټ په خورا ډاروونکې پايلې سره پايته رسېږي: د افريقا له لوېديځ نه تر ختځيه پورې د هغه په ليکنه، ښايي د هغه څه يو نوى پړاو را بره کېدونکي وي چې غوڅې پرمختياوې بلل شوې، هغه پرمختياوې چې کېداى شي نورې اندېښنې راټوکوي.

ورته مطالب