د کاربون نيونې په موخه د برتانيا نوې هڅې

د انځور حقوق pa
Image caption د اقليمي بدلون په اړه مهمه برخه د کاربون دوه اوکسايډ رانيولو لارو چارو موندل دي

د برتانيا حکومت د يوې بلې داسې هڅې اعلان کوي، چې د کاربون نيونه او زېرمه کونه بلل کېږي، دا يو داسې نظام دی چې د برېښنا بټيو نه وتونکی کاربون دوه اوکسايد په کې رانيول کېږياو بيا خښېږي.

د سيالۍ ګټونکي ته چې د صنعتي تلې سيسټم به جوړوي، يو مليارډ ډالر ورکول ېږي. دې يوه ورته سيالي چې په کال کې پي شوې وه، تېر کال ناکامه شوه.

، چې د برېښنا توليدونې بټيو کې د ډبرو سکرو او ګازو سوځونې پر مهال ووځي.

د دغه نظر موخه اتومو سفير يا د مځکې هوايي پوښ ته د کاربون دوه اوکسايد د ورننوتلو مخنيوی دی، او پر ځای به يې د شمالي سمندر په تل کې د ډبرو دننه په اوږدمهاله ډول زېرمه کوي.

لومړنيو پلانونو ښوولې چې دا کار شونې دی. خو دا چې په يوه بشپړه سوداګريزه کچه پلی شي، او تر ټولو مهمه خبره دا چې له مالي پلوه يې وس برابر شي، لا يوه ننګونه ده.

يوه سيالي چې ۵ کاله وړاندې پيل شوې وه، هغه مهال پاتې راغله چې هر ګډونوال شرکت په پای کې ووت، د ډېرو د وتلو لامل هم د لګښتونو له امله و.

د برتانيا حکومت اوس بيا دغه سيالي په هماغې يو مليارډ ډالريزې هڅوونکې ورکړې پيلوي، خو د ټکنولوژۍ د ډولونو په اړه يې چې اجازه به لرلی شي يو څو نوې قاعدې ټاکلې دي.

دغه تګلاره څلور مهمې برخې لري، چې نوې ذروي بټۍ، د باد په څېر له نوې کېدونکې انرژۍ د ګټې اخيستلو پراخونه، د انرژۍ کارونې کمولو په اړه فعال تدبيرونه او په کاربون نيونې او زېرمه کونې سره له ډبرو سکرو او ګازو د کاربون وتنې کمونه په کې راځي.

مهمه خبره دلته دا ده که حکومت د شين کوريزو ګازونو وتلو کمونې خپلو موخو ته رسېدا غواړي، نو د کاربون رانيولو دغه پلان بايد بريالی شي.

ورته مطالب