واشنګټن او اسلام اباد بيا پر خبرو راغلل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسلام اباد ولسي جرګه د امريکا سره پر خپلو اړيکو له سره کتنه بشپړوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير تامس ار نايډز د پاکستاني واکمنو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلى دى.

ښاغلي ارنايډز د پاکستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جليل عباس جيلاني سره په يو خبرې کنفرانس کې وويل چې د خبرو عمل د پرمختگ يواځينۍ لاره ده.

ښاغلي جيلاني دا خبره ومنله چې د تېرو څو مياشتو اختلافاتو د دواړو هېوادونو اړيکو ته ډير زيان رسولى دى. دى په نومبر مياشت کې د پاکستان په سرحدي پوستو د ناټو برېد ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې دغې پېښې دغه اړيکي ډيرې زياتې خرابې کړي دي.

تامس ارنايډز د امريکا لومړني جکپوړى ديپلومات دي چې د دغې بريد وروسته يې پاکستان ته سفر کړى دى.

ښاغلي نايډز د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گېلاني سره هم وليدل. لومړي وزير گېلاني په خپلو خبرو کې وويل چې د امريکا، ناټو او آيساف سره په نوي قوانيو کې بايد چې د پاکستان خپلواکۍ ته احترام وشي.

لومړي وزير گېلاني زياته کړه چې پاکستاني پارلمان کې د امريکا، ناټو او آيساف په اړه بحث به هغوي سره نوي قوانيو ته اعتباري بڼه ورکړي.

دغه امريکايي چارواکی په دغسي حال کې اسلام اباد ته راغلى چې د اسلام اباد ولسي جرګه د امريکا سره پر خپلي يارانې له سره کتنه بشپړوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ظاهره لېوالتيا ښکاره کړې چې امريکايان د افغانستان په جنګ، جوړه، ټېکاو او د اقتصاد په ښه کولو کې ډېر زيات زړه غواړي چې د پاکستانيانو سره خبري وکړي.

تردې له مخه بارک اوبا او يوسف رضا ګيلاني تېره اوونۍ د اتومي وسلو د سر مشريزي په غونډه کې په سوېلي کوريا کې او د کابل او اسلام اباد لپاره د واشينګټن استازي مارک ګروسمن او ولسمشر زرداري هم په تاجکستان کې خبر سره کړي دي.

بارک اوباما يې ديوسف رضا ګيلاني سره ترخبرو له مخه ويلي وه چې دی کار ته په بده سترګه نه ګوري چې د پاکستان پارلمان د امريکا سره په ملګرتيا کې له سره کتنه کوي. ويلي وه ښه سو ځکه چې امريکا هم د پاکستان سره دده په قول ټولي خبري په تاله تللي غواړي.

خو پردې خبرو سربېره دبهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن يې د سي اين اين په مرکه کې دا خبره کورټ بې ځايه بلله چې ياني امريکايان به د پښتنو په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ نه کوي.

ويله يې چې امريکايان دا خبره په ډانګ پېيلې کوي چې واشينګټن به ددې په خبره پرداسي لار ولاړ نه شي چې پای يې د امريکا د امنيت په تاوان وي.

دهيلري کلينټن په وينا بارک اوباما دا خبره په ډانګ پېيلې کړې ده چې که خبره د امريکا خطرته شوه نو واشينګټن دچا په کيسه کې هم نه دی.

د بلي خوا د سې شنبې په ورځ امريکايي واکمنودپاکستان دحافظ سعيد پر نيولو يو کروړ يال لس ميليونه ډالره انعام اعلان کړ. دا سړی د پنجاب مېشتي په ظاهره بندي شوي مذهبي ډلي لښکر طيبه بنسټګر بلل کيږي چې دځينو په قول يې اوس دجماعت الدعوه په نامه نوم اړولی دی.

حافظ سعيد د ممبۍ د ښاره د ۲۰۰۸ زېږديز کال په بريدونو کې په لاس لرلو تورن دی چې بې شمېره بې ګناه بې تادا ولسي وګړي تورن سويو پاکستاني داړه مارانو تر تېغ وايستل.

د اسلام اباد واکمنو که څه هم دی يو وار په ظاهره ونيو خو بيا يې ددې ادعا سره بيرته ايله کړ چې ثبوت نه پر لري.

ورته مطالب