سوريې ته د م.م. د پلاوي له رسېدو سره نښتې هم شوې

سوريه د انځور حقوق AP
Image caption م.م. وايي اټکل کوي جګړه به راتلونکې سې شنبه /درېنۍ د وروستۍ نېټې په ۴۸ ساعتونو کې ودرېږي

د سوريې فعالان وايي حکومتي ځواکونو پر ياغيانو تازه بريدونه پيل کړي، دا په داسې حال کې چې د ملګريو ملتونو د منځګړي کوفي انان يو پلاوی دمشق ته رسېدلی چې د اوربند د پلان په اړه له چارواکيو سره خبرې وکړي.

فعالان وايي د حمص، درعا او دومه په ګډون پر يو شمېر ښارونو د توپونو ډزې شوې دي. راپورونه وايي له تاوتريخوالي نه د تښتېدونکيو کډوالو شمېر هم په چټکۍ زياتېږي.

ملګري ملتونه وايي يو کال مخکې له هغه راهيسې چې د سوريې جګړه پيل شوې، څه د پاسه ۹ زره کسان په کې وژل شوی دي.

د سوريې حکومت د تاوتريخوالي پړه پر هغه چا اچوي چې دوی يې ترهګرې ډلې بولي، او وايي د امنيتي ځواکونو ۳ زره سرتېري يې هم وژل شوي دي.

سوريې ته د ملګريو ملتونو او عربي ټولنې استازی کوفی انان وايي اټکل کوي چې جګړه به راتلونکې سې شنبه/درېنۍ د وروستۍ نېټې په ۴۸ ساعتونو کې ودرېږي.

د ښاغلي انان يوه وياند احمد فوزي وويل لومړی بايد سوري ځواکونه له ښارونو ووځي، او بيا به حکومتي ځواکونه او ياغيان په بشپړ ډول له جګړې لاس اخلي:

"د اپرېل پر لسمه موږ اټکل کوو، چې حکومتي پوځ به د استوګنې له سيمو د خپلو ځواکونو ايستنه بشپړه کړې وي، له ګڼ مېشتو سيمو د پوځونو ايستل، ښارونو ته به د هر ډول پوځي ټوليو له استولو لاس اخلي، بيا به ۴۸ ساعته پړاو پيلېږي چې په ترڅ کې به يې ټول اړخونه په بشپړ ډول د تاوتريخوالي له ټولو بڼو لاس اخلي."

د ښاغلي انان وياند احمد فوزی چې په جينوا کې يې خبريالانو ته وينا کوله، وويل دمشق ته تللي پلاوي يې د سوريې د ريښتيوالي پخلي هڅه کوله چې ګنې ځينې ځواکونه يې ايستلی که څنګه.

خو په داسې حال کې چې د ملګريو ملتونو پلاوی په دمشق کې و، د سوريې له بېلابېلو سيمو د تاوتريخولي راپورنه ورکړل شوی دي.

په بريتانيا کې د سوريې د بشري حقونو څار ډلې په خپله د پلازمېنې دمشق په کفر شمس او دومه کې هم د تازه نښتو راپورنه ورکړي دي.

ځېنې وېډيو ګانې چې پر انټرنېټ خپرې شوې، د دمشق په څنډو دومه کلي کې درنې نښتې ښيي.

مخالفان وايي امنيتي ځواکونو د ترکيې له پولې سره نژدې شمالي حلب ښار کې پر کليو د بريدونو هڅه کړې ده.

فعالان وايی په وروستيو نښتو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د بښنې نړيوالې ټولنې ويلي له هغه راهيسې چې سوريې تېره اوونۍ د ښاغلي انان د سولې شپږ ماده ييز پلان منلی، دوی ۲۳۲ کسان شمېرلي چې وژل شوي دي.

د ملګريو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي انان چې د سوريې لپاره د دغه سازمان او عربي ټولنې ځانګړی استازی دی، ټاکل شوې وروسته د ملګريو ملتونو عمومی اسامبلۍ ته وينا وکړي.

خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الن جوپې خبرداری ورکړی ګنې هيلمن نه دی چې د ښاغلي انان د سولې پلان دې بريالی شي.

دمشق ته د ملګريو ملتونو تللې ډلې مشري نارويژی جنرال روبرټ موډ کوي، چې د سوله ساتي بهير کې پراخه تجربه لري.

دی هيلمن دی د سوريې له حکومت سره پر دې جوړه وکړي چې د ۲۵۰ تنو بې وسلې څارونکو ماموريت به په څه بڼه جوړوېږي، او وروسته له هغه چې بشپړ اوربند اعلانېږي، څه ډول به فعاليت کوي.

ورته مطالب