ېوې ٨٥ کلنې مېرمنې الوتکه پر ځمکه کېنوله

د انځور حقوق abc
Image caption سيمه ييز چارواکي دا مېرمنه ستايي چې په ډيرو کړکيچنو شيبو کې يې ماغزو ښه کار وکړ.

يوې امريکاي مېرمن هېلين کولينس پر ميړه د زړه حملې وروسته دې ته اړ شوه چې الوتکه پر ځمکه کېنوي.

د هيلين کولينس ميړه د ډيرې تجربو خاوند يو پيلوټ وو او دواړو تل گډې الوتنې کولې.

د هغه له هڅونې سره ميرمن کولينس پر ځمکه د الوتکې د کېنولو څو لوستونه کړي وو، خو هيڅکله يې هم د پيلوټۍ لايسينس نه و ترلاسه کړى.

ليکن د الوتکه کېنونې لوستونو يې د دوشنبې په ورځ په درد وخوړل. پر ميړه يې دزړه شکمنه حمله راغله چې وروسته يې ساه ورکړه. خو ميرمن کولينس اړ وه چې الوتکه په خوندې توگه پر ځمکه کينوي او له غورځيدو يې وژغوري.

د ويسکونسين د چيرري لند د هوايي ډگر پيلوټ روبيرت واکسينويک د هغې له دوه انجينه الوتکې تر څنگ الوتنه کوله او د راډيو له لارې يې هغې ته لارښونه کوله چې څنگه الوتکه اداره کړې.

" او س هغې غوښتل پرې دې پوه شي چې آيا زه پر دې باوري يم، ما ورته وويل: که ته په خپله پر ځان ډاډه يې، زه هم پر تا ډاډه يم. زه فکر کوم، موږ ډاډ من يو او دغه کار کولى شو "

د کولنس دالوتکې يو انجين له دې کبله کاره پريښود چې تيل يې خلاص شول، او بل هغه يې هم سم کار نه کاوه، خو په مرسته يې وکولى شواى چې الوتکه پر ځمکه کېنوي.

خو د ناستې پر مهال د الوتکې پوزه ماته شوه او د هوايي ډگر د ځغاستې کرښه يې زيانمنه کړه. دا اوس د خپل ميړه د مړينې وير کوي.

سيمه ييز چارواکي يې ستايي چې په ډيرو کړکيچنو شيبو کې يې ماغزو ښه کار وکړ.

ورته مطالب