چين ۶ اويغوري ترهګر نومولي

شينجيانګ د انځور حقوق AFP
Image caption ډېری اويغوريان د اورومچی تاوتريخوالي پېښو پايله کې د چارواکيو ځپونکې تګلارې غوسه کړي دي.

چين د اويغور لږکيو ۶ کسان د ترهګرۍ په نوملړ کې ځای کړي، او پر دوی يې د ترهګرو رزونځايونو کې د ښکېلتيا او دغه راز په ناکراره شينجيانګ ايالت کې د بريدونو هڅولو تور لګولی دی.

د چين د عامه امنيت وزارت ويلي دغه سړي، چې له نومونو يې د اويغوري توکم پېژندنه کېږي، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي وو، او يو تن يې په کاشغر کې د تېر جولای د تاوتريخوالي بريد په تنظيمونې پړ ګڼلی دی.

چيني چارواکي د ختيځ ترکستان پر اسلامي غورځنګ تور لګوي چې په وار وار يې په دغه سيمه کې بريدونه تنظيم کړی دي. دغه ډله د شينجيانګ اويغوريانو لپاره خپلواکي غواړي.

د امريکا متحده ايالاتو او ملګري ملتونو دغه ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړې ده.

چين له وړاندې ويلي دغه ډله په پاکستان او هم افغانستان کې فعاليت کوي.

د چين عامه امنيت وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دوی د دغو ۶ کسانو، چې ځای يې نه دی معلوم، شتمنۍ کنګل کړې دي.

شينجيانګ د ۲۰۰۹ کال جولای راهيسې، کله چې اويغوريانو په اورومچي کې پر هان چيناينو بريدونه وکړل، تر کلکو امنيتي تدبيرونو لاندې دی.

هان چينايانو د چين وګړيو ډېری برخه جوړوي.

حکومت وايي د تاوتريخوالي هغه مهال پېښو کې نژدې ۲۰۰ کسان ووژل شول او ۱۷۰۰ نور تپيان شول.

د چين زورواکه کمونست ګوند وايي د هېواد د لسګونو قومونو ترمنځ يووالی او همغږي ده، خو د شينجيانګ او ورڅېرمه تبت سيمو پېښې د دغو لږکيو ناخوښي څرګندوي.

ډېری اويغوريان لا تر اوسه د اورومچی تاوتريخوالي پېښو پايله کې د چارواکيو پر ځپونکې تګلارې غوسه دي.

شينجيانګ چې له پاکستان او افغانستان سره پوله لري، د شاوخوا ۹ مليون اويغوريانو ټاټوبی دی، خو د تېرې لسيزې په اوږدو کې د هان چينايانو شمېر چې هلته مېشت شوي، په ډراماټيک ډول زيات شوی دی.

د حکومت ګوتنيوونکي وايي دغه حالت د کډوالۍ هغې تګلارې په پايله کې راغلی چې له مخې يې د اويغوريانو قومپالي احساس مخنيوی کېږي، او په سيمه کې يې کرکه زېږولې ده.