پاکستان د حافظ سعيد په اړه د هند څرگندوني رد کړې

حافظ سعيد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حافظ سعيد وايي که اړتيا وي دى د امريکا محکمې ته هم مخته کيدى شي

پاکستان د جماعت دعوه د مشر حافظ محمد سعيد په اړه د هند بيان ته سخت غبرګون ښودلي.

د پاکستان د باندنو چارو د وزارت له خوا ويلي شوي چې د ممبۍ بريدونو دوسيه په اوريدل شوو خبرو او گنگوسو پيل شوې او هند د حافظ محمد سعيد په اړه کوم قوي شواهد نه لري.

د هند د باندنو چارو وزير ايس ايم کرشناپه نوي دهلي کې خبريالانو ته وويل چې د ممبۍ بريدونو په لړ کې د حافظ محمد سعيد خلاف ټول شواهد پاکستان ته ورکړي.

د هند وزير ايس ايم کرشنا د حافظ محمد سعيد پر ضد د عدالتي ګام پورته کولو غوښتنه کړي.

خو د پاکستان د باندونو چارو د وزرات له خوا ويلي شوي چې د چا پر ضد د عدالتي ګام پورته کولو لپاره قوي شواهدو ته اړتيا وي چې د هند له خوا پاکستان ته نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ويلي چې د جماعت دعوه مشر حافظ سعيد به نه نيسي، ځکه چې د نوموړي پر ضد قوي شواهد نشته.

د کورنيو چارو وزير وويل د حيراني خبره دا ده چې امريکا دله قوي شواهدو پرته د حافظ سعيد په سر د لس ميليونو ډالره جايزه ايښې. نوموړى زياتوي د پاکستان په خپلواکۍ په بريد کولو سره امريکا د نړيوال قانون سرغړوني کوي.

امريکا د جماعت دعوه د مشر حافظ سعيد د نيولو په سر د لسو ميلينو ډالره جايزه ايښې، چې يو شمير پاکستاني چارواکي وايي امريکا دغه کار د هند د خوشحالولو لپاره کړس.

حافظ سعيد خپله هم د نوموړي د نيولو پر سر د امريکاد جايزې خبر رد کړى او ويلي يې دي چې هغه په غارونو کې نه اوسيږي بلکه هره ورځ زرګونو خلکو ته ويناوي کوي.

وړمه ورځ د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې پوځي مرکز ته نژدي يو خبري غونډې ته په خپله وينا کې حافظ سعيد وويل چې په پاکستاني عدالتونو کې په هغه لګول شوي تورونه نه دي ثابت شوي او که امريکا غواړي نو هغه امريکايي عدالتونو ته هم وړاندي کېدو ته چمتو دى.

د پاکستاني رسنيو تر مخه په پاکستان کې د امريکا پخواني سفير اين ډبليو پيټرسن هم پر خپل وخت کې امريکا حکومت د حافظ سعيد پر ضد د پوره شواهدو د نشتوالي په اړه خبر کړى وو.

حافظ سعيد چې د عربي او انجنيري پوهنځيو يو پخواني استاد دى د دفاع پاکستان کونسل د سيوري لاندي جوړې کړى شوې مظاهرو ته په پاکستان کې د امريکايي بريدونو پر ضد او په افغانستان کې ميشت ناټوځواکونو ته داکمالاتو د ليږدولو پر ضد ويناوي کوي.

د پاکستان په ځنې لويو او وړو ښارونو کې د جمعې په ورځ د دفاع پاکستان کونسل د سيوري د لاندې د حافظ سعيد پر سر د امريکايي جايزې خلاف احتجاجي مظاهرې هم وشوې.

ورته مطالب