امريکا هند ته د زرداري د سفر هرکلى وکړ

زرادري من موهن سينگ
Image caption زردارى به د هند له لومړي وزير سره غرمنۍ خوري

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د يکشنبه په ورځ ( د اپريل اتمه) هند ته تلونکى دى ، دا سفر يې شخصي دى خو له هندي چارواکو سره هم په کې ويني.

متحدو ايالاتو دغه سفر " ډير رغنده" وبالۀ. دا به اوو کلونو کې هند ته د کوم پاکستاني مشر لومړنى سفر وي.

ښاغلى زرداري به په اجمير ښار کې د هند له لومړي وزير من موهن سينگ سره غرمنۍ خوري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کيدونکى دى چې د دغو دواړو اتومي ځواکونو ترمنځ اړيکي په دې وروستيو کې مخ په ښه کېدو دي.

دواړو غاړو د سوداگرۍ د غوړيدا په برخه کې خبرې کړي دي.

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک تونر وويل:" د ښاغلي زرداري دا سفر ډير رغنده دى او موږ ټول يې پلوي کوو".

د ښاغلي تونر له خولې خبري اژانسونو ليکلي:

" هر کله چې پاکستان او هند په خبرو اترو کې سره ښکېليږي او لا ښه همکاري سره پيدا کوي دا زموږ لپاره د بري خبره ده".

هند ته د ښاغلي زرداري تر سفر ايله څو ورځې وړاندې امريکا د پاکستان د لشکر طيبه ډلې د مشر حافظ محمد سعيد د نيولو لپاره د ١٠ ميليونه ډالرو جايزه کېښوده.

پر ښاغلي سعيد دا تور پورې شوى دى چې گواکې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په بريدونو کې ښکېل و.

د امريکا پر هغې پريکړې هند خوښي ښوولې وه خو اسلام اباد ويل چې تر څو ثبوت نه وي دوى په دې برخه کې کوم گام نه اخلي.

واشنگټن وايي دوى له هند سره په تماس کې دي او د ممبۍ په بريد کې د ښاغلي سعيد د ښکېليدا په برخه کې شواهد ټولوي.

په ٢٠٠٨ کال کې چې اصف زرداري د ولسمشر په توگه لوړه کړې ده دا به يې هند ته لومړنى سفر وي.

په وروستي ځل چې کوم پاکستاني ولسمشر هند ته سفر کاوۀ هغه جنرال پرويز مشرف و چې په ٢٠٠٥ کال کې ورغلى و.

ورته مطالب