د بخت چارې ، لوى په امريکا کې زوړ په کمبوديا کې

Image caption د ۲۰۰۹ کال و ، سم له خپلې ملګرې او کوچني زوی سره ژوند کاوه چې د کډوالو ادارې ونيو.

که کوم ماشوم له مور و پلار سره امريکا ته راشي، د يوۀ امريکايي غوندې لويږي خو د کاغذ پر مخ لا هم بهرنى وي.

مانا يې دا شوه چې که دغه کس کوم جرم وکړي له امريکا يې ايستلى شي او ټول عمر به له هغه کوره بې کوره وي چې په کې لوى شوى دى.

د " سم" په نامۀ ځوان ته ورياديږي چې د امريکا د نيو همشاير ايالت ابتدايه ښوونځي ته د تگ پر وخت يې په لومړي ځل څرنگه پر واورو ځان ښويوولى و.

د دۀ د خوښې فلم سکارفيس نوميږي، د تمرين لپاره جيم ته تگ او سکېټبورډينگ لوبه يې خوښيږي، کله چې مو سره خبرې کولې يوه امريکايي رپ سندره يې په شونډو زمزمه کوله.

د سم په څير داسې په ميليونونو امريکايي ځوانان شته چې عمرونه يې د شلو په خانه کې دي خو د هغوى له سم سره توپير دا دى چې پر کور دي او سم په خپل ژوند کې هيڅکله هم بيا د امريکا په خاورې کې پښه نه شي اېښودلى. نژدې دوه نيم کاله وړاندې سم کمبوديا ته وشړل شو. دى کله په ژوند کې کمبوديا ته نه و تللى. کلومبيا د شړيدلو کبانو، د ترافيکو د گڼې گوڼې او له فساده ډکه خاوره ده.

د ١٩۷۰ مو کلونو په وروستيو او د اتيايمو کلونو په لومړيو کې د خمر روژ د واکمنۍ پر مهال امريکا ډيرو هغو کمبوديايي وګړو ته پناه ورکړه چې د خپل هيواد له گډوډيو په تيښته وه.

دوی د امریکا په مسچوسيت، کلفورنيا، لانګ بيچ او لويل په شان سيمو کې ځانونو ته کورونه جوړ کړل.

ښوونځيو ته ولاړل، دندې يې ځانونو ته پيدا کړې، ژبه يې زده کړه او له هر پلوه امريکاييان شول خو نوم يې امريکايي نه و.

ټولو دغه کسانو ته دایمي ويزې ورکړل شوې. هيچا هم د دې غم ونه کړ چې امريکايي تابعت واخلي. خو د ۲۰۰۲ کال په مارچ کې د سپټمبر د ١١ د پيښو په رڼا کې امریکا او کمبوديا يو تړون لاسلیک کړ چې په کې دواړو هيوادونو موافقه وکړه چې هر هغه کډوال چې امريکايي تبعه نه وي او په دې هيواد کې يې جرم تر سره کړې وي بیرته کمبوديا ته واستول شي.

له هغه راهيسې څو سوه کسان بیرته استول شوي دي. دوی اوس له خپل کوره خورا لرې ورک او را ګير دي.

ما سم په ۲۰۱۰ کال کې په پنم پن کې کمبودیا ته له ستنیدو يوازې څو میاشتې وروسته وليده او له هغه راهيسې مو په وار وار سره لیدلي چې په کیسه يې ځان خبر کړم.

سم د ټایلند د کډوالو په يوه کمپ کې زيږیدلی او د يوې مياشتې و چې مور يې د هغه له يوه ورور او خور سره امریکا ته يووړ.

هغه پر خپل کوچنيوالي وياړي. سره له دې چې سم او د ته ورته د خمرروژ له رژيم نه په تيښته نور ماشومان يوې نوې او خورا پيچلې دنيا کې اوسېدو ته مجبوره شوي وه، خو دی هغه ورځې اوس هم په خوشالۍ يادوي

سم له ښوونځي وروسته بيلا بيل کارونه وکړل، ډير يې په فابريکو کې و. هغه يو څه وخت د ځوانانو لپاره د اصلاح په مرکز کې تيرې کړې دي او يو څو وارې هم د يوه موټر د لوډسپيکر او راډيو په غلا کولو زندان ته استول شوی و.

د ۲۰۰۹ کال و ، سم له خپلې ملګرې او کوچني زوی سره ژوند کاوه چې د کډوالو ادارې ونيو.

د هغه مخکينۍ غلا چې د موټر راډيو يې په کې پټه کړې وه د ده د ځان بلا شوه او هماغه وچې د څو مياشتو زندان نه وروسته په زوره په الوتکه کې واچول شو او کمبودیا ته ولیږل شو.

تیره اوونۍ ما او سم په يوه چای خانه کې سره کيناستو او ده هم را ته په کمبوديا کې د ژوند په اړه وويل.

"په اوله ورځ چې له الوتکې را کوز شوم، چارواکو محاصره کړم ځکه دوی ګومان کاوه چې زه پيسې لرم. له ما سره يوه روپۍ هم نه وه. هغوى له ما سره په کمبوديايي خبرې کولې، زه هيڅ نه پرې پوهيدم.

له نیکه مرغه يوې ټولنې چې له کډوالو سره کار کوي له سم سره مرسته وکړه.

Image caption سم وايي ډير ځله يې هڅه کړې چې ځان ته کار پيدا کړي. خو په داسې هيواد کې مياشتنۍ تنخوا تر ۵۰ ډالرو لږه ده د کار پيدا کول دومره اسانه نه دي.

هغه يې د هوايي ډګر نه واخيست او د څو شپو لپاره يې ځای ورکړ. خو دلته دا ډول مرستې ډيرې نادرې دي.

سم وايي دلته خلک وژل کيږي ځکه هڅه کوي امريکا ته ولاړ شي او ته چې له امريکا بيرته دې هيواد ته راځې نو خلک ګومان کوي چې ډير بد انسان به يې.

د ځايي خلکو نه ځان او خپله کيسه پټول دومره اسانه نه دي. سم په امريکا کې خپل ډير وخت په تمرين تيراوه، دی د کمبوديايانو دوه برابره غټ دی او خبرې هم په پخه امريکايي لهجه کوي. نو له نورې کمبوديايي ټولنې سره يې يو ځای کيدل ناشونې ده.

نوموړي په لومړيو کې خپل ډير وخت له نورو را ستنو شو امريکايانو سره تيراوه خو اوس وايي چې نه غواړي دوام ورکړي ځکه وايي مرسته نه راسره کوي.

ډيړی دا دول را ستانه شوي له وړاندې هم په مخدره توکو روږدي دي او دماغي ناروغۍ لري او دلته په راتګ يې ځانونه نور هم په دې کنده کې وموندل.

سم وايي ډير ځله يې هڅه کړې چې ځان ته کار پيدا کړي. خو په داسې هيواد کې مياشتنۍ تنخوا تر ۵۰ ډالرو لږه ده د کار پيدا کول دومره اسانه نه دي. هر کله چې مې له سم سره خبرې کړي را ته وايي چې داسې احساس کوي چې شاک دی هغه احساس چې نه يې شي کولای ترې را ووځي.

سم ته اوس هم ګرانه ده چې ومني امريکا دی د تل لپاره شړلی او هيڅ کله به يې ونه بخښي.

له تيرو دوو کلونو راهيسې چې ما سم په لومړي ځل وليده اوس يې حالات لږ ښه شوى. هغه اوس يوې کليسا ته ځي، ژبه يې لږه ښه شوې او په امريکا کې د کورنۍ او دوستانو په مرسته اوس کولای شي کور په کرايه ونيسي.

خو کله مې چې ترې پوښتنه وکړه چې ايا کله به هم ځان داسې احساس کړي چې په خپل کور يا هيواد کې دی؟ ويل يې هيڅ کله نه