چینایی ناراضه په ۷۶ کلنۍ ومړ

فانګ ليجي د انځور حقوق AP
Image caption فانګ ليجي چې کله په امريکا کې مېشت شو، نو په ټوسکن کې د اريزونا پوهنتون کې استاذ شو.

چيني ناراض فانګ ليجي چې ډيموکراسۍ پلوه ويناوو يې د ۱۹۸۹ کال تيان ان من ډګر احتجاجونه وپارول، د خپل عمر ۷۶ کلنۍ مړ شوی دی.

دی وروسته له هغه چې په ۱۹۹۰ کال کې جلاوطنۍ ته اړ کړی شو، په امريکا کې اوسېده.

چينايي چارواکيو پر فانګ ليجي تور لګولی و، چې په بېجينګ پوهنتون کې يې زده کوونکيو ته په ويناوو نارامي پاراولې ده.

له واشنګټن نه د بي بي سي خبريال جاناتن بلېک په خپل راپور کې وايي:

هغه شپه چې د چين پوځ ټانکونو او ټوپکو په تيان ان من ډګر کې پر احتجاجيانو خپلې خولې ورواړولې، يو امريکايی ډيپلومات هغه هوټل ته ورغی چې فانګ ليجي په کې له خپلې مېرمنې سره اوسېده.

دوی ته بلنه ورکړل شوه چې د امريکا سفارت ته د ولسمشر بوش د مېلمنو په توګه پناه يوسي. دواړه بيا هلته ۱۳ مياشتې پاتې شول، او په پای کې امريکا ته لاړل او بيا هېڅ ستانه نه شول. د

پوستې کارکوونکي د زوی په توګه له يوه متواضع پيل، فانګ ليجي يو مخور ستورپېژندونکی او هم د ډيموکراټيکو اصلاحاتو يو سپين ويونکی پلوی شو.

چينايي چارواکيو پر ده تور لګولی و چې زده کوونکيو ته يې په خپلو ويناوو نارامۍ پارولې. ده يو وخت ويلي وو مارکسېزم د زوړ جامو په څېر دی چې بايد لرې کړی شي.

فانګ ليجي چې کله په امريکا کې مېشت شو، نو په ټوسکن کې د اريزونا پوهنتون کې استاذ شو.

د ده دمرګ غبرګون کې يې يو ملګري او ناراض چينايي وانګ ډان وويل فانګ ليجي يو نسل ته الهام ورکړی دی.

ورته مطالب