'د سیاچین پېښه لوی ناورین دی'

سیاچین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هند او پاکستان دواړه د دغې سيمې دعوا کوي، او هلته يې په زرګونو سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان پوځ اوس وايي نژدې ۱۳۰ کسان د هماليا غرونو يوې لرې پرته پوځي اډه کې تر واورو لاندې شوي دي.

د ورکو شويو ۱۲۴ کسان سرتېري دي او ۱۱ بيا ملکي کارګران دي.

دغه پوځي اډه د سمندر له سطحې شاوخوا ۵ زره متره لوړه، د کشمير ناندريزه سيمه کې ده، چې دواړه هند او پاکستان پرې داوه لري.

له اسلام اباد نه د بي بي سي خبرياله اورلا ګوېرېن په خپل راپور کې وايي:

دا د مځکې په يوه لرې پرته خورا سړه او سخته سيمه کې د ژغورنې چاره ده.

ساړه له صفر ښکته د سانټي ګراډ ۷۰ درجو ته ښکته کېدی شي. ځانګړيو ځواکونو کرۍ ورځ د انجنيرۍ درنو وسايلو په مرسته په وارو کې د کېندنو هڅه کوله.

خو واورې شاوخوا ۲۵ متره امبار شوې ده. د پاکستان د پوځ وياند اطهر عباس دا د پراخې کچې يو ناورين وباله:

"په سلګونو پوځيان زيار باسي له بېلابېلو خواوو د وارو بېخ ته ورسېږي، دوی هڅه کوي لاندې شويو خلکو ته د رسېدو لار ومومي، خو واوره په لويه کچه ده، د واورې ژوروالی ډېر لوی دی. هڅه هر هغه چا ته رسېدا ده چې ژوندی وي، چې وژغورل شي خو تر دې وخته کوم ښه خبر نه دی رارسېدلی".

واورې ښوېدنې پېښه د نړۍ د جګړې تر ټولو لوړ ډګر کې شوې، دا په کشمير کې د سياچين کنګلينه سيمه ده.

هند او پاکستان دواړه د دغې سيمې دعوا کوي، او هلته يې په زرګونو سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

خو ډېر پوځيان د جګړې په پرتله د چاپېريال سختو شرايطو له امله مړه شوي دي.

اټکل دی چې د ژغورنې چارې څو ورځې دوام وکړي، خو پوځ اوس د ورکو شويو يو اوږد نوملړ خپور کړی، چې افسران سرتېري او د دوی اشپزان، مېلمه پالان او نايان هم وروسره تر واورو لاندې ښخ شوي دي.

ورته مطالب