د سوريې حکومت مخالفين وايي تر پايه جنگيږو

د انځور حقوق AP
Image caption د ازادې سوريې پوځ وايي د اوربند په دې شرط درناوی کوي چې حکو مت پرې عمل وکړي.

د سوريې د حکو مت له تازه غوښتنې وروسته د سبا ورځې ( سه شنبې، د اپريل ١٠ ) د اوربند په اړه شکونه پيدا شوي .

د سوريې حکو مت وايي مخالفې ډلې بايد له وړاندې په ليکلې بڼه د اوربند په کولو روغه وکړي ، خپلې وسلې تسليم کړي او هغه هېوادونه چې حکو مت مخالفو ډلو سره مرسته کوي بايد رسما ژمنه وکړي چې نور به ورسره خپلې مرستې بندوي.

اوس د يوۀ نوي پرمختګ په ترڅ کې چې لا نه ده کره شوى په يوه ويډيي ټيپ کې چې د ويډيو د شريکولو ويب سايټ يو ټيوب ته استول شوى، د ازادې سوريې د پوځ له خوا ويل شوي چې د اوربند چې د سولې د پروگرام برخه ده په دې شرط درناوی کوي چې حکو مت پرې عمل وکړي.

د ازادې سوريې د پوځ وياند:

"د مهربانه خداى په نامه ، د سترې سوريې خلکو ته! موږ به تر هغه ستاسو ډال پاتي کيږو تر څو چې مو د ازادۍ په اړه روانه مبارزه بري ته رسيږي. دغې هيلې ته د رسيدو لپاره به موږ د ويني تر وروستي څاڅکې پورې هم وجنگيږو. موږ ستاسو تر څنگ ځکه ودريدو چې زموږ خلک ياست. دا زموږ او د هغو خلکو دنده ده چې د خپل هېواد او خلکو نه ددفاع ژمنه يې کړې".

په روان کړکيچ کې د روسيې تر څنگ چين هم د سوريې د حکو مت له پياوړو ملاتړو نه گڼل کيږي .

چين اوس د سوريې په حکو مت او هلته په حکو مت مخالفو ډلو غږ کړی چې د اوربند درناوی وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ليو وېمين روسيې ته د سوريې د بهر نيو چارو د وزير وليد ال معلم له پلان شوي سفر سره هم مهاله څرگندونو کې ويلي دي:

"چين له سوريې او هلته د حکو مت مخالفو ډلو نه غواړي چې د دغې روانې بحراني وضعې د کنټرول لپاره د اوربند درناوى او د سر تېرو د ايستلو ژمنه پرځاى کړي. له روانې بحراني وضعې نه د وتو په هيله له کوفي عنان سره مرسته وشي او هم د بشري مرستو د ليږد اسانتياوې برابرې شي".

روسيې او چين د تېرې پنجشنبې په ورځ د سوريې په اړه د امنيت د شورا له اعلاميې نه ملاتړ وکړ او له سوريې يې وغوښتل چې کوفي عنان سره په شوې ژمنې عمل وکړي.

د دغې ژمنې تر مخه سوريه بايد سبا ( سه شنبه،د اپريل ١٠ ) د ښارونو او کليو نه خپل سر تيري وباسي او د مخالفينو په وړاندې د درنو وسلو خولې بندې کړ ي.

تردې دمه ددغو غوښتنو يوه هم نه ده پر ځاى شوې .

نو که روسيه او نور د کوفي عنان د سولې د پلان په ژغورنې ونه توانيږي ورسره به د سوريې مساله يو وار بيا د امنيت شورا ته وړاندې کيږي چې په نورو تدابېرو غور وکړي.

ورته مطالب