د تايتانيک اړوند ٢٠٠ زره سنده پر ليکه شول

د انځور حقوق AP
Image caption تايتانيک بېړۍ نيويارک ته د خپل لومړني سفر پر مهال د کنگل له سترې غونډۍ سره تر لگېدو وروسته په اتلانتيک سمندر کې ډوبه شوه.

له تايتانيک سره تړلي څه له پاسه ٢٠٠ زره سنده پر انټرنېټ خپاره شوي چې د اپرېل پر ١٥ ددغې بېړۍ د ډوبېدو له سلم کال سره هم مهاله شي.

دغه اسناد له ډوبېدو څخه د ژغورل شويو او دغه راز هغو ١٥٠٠ تنو په اړه معلومات لري چې په پېښه کې ووژل شول.

په دوى کې يو شمېر وصيتپاڼې او د عدلي طبيبانو د پلټنې دوسيې هم شته.

دا ټولگه د کورنۍ شجرې د موندونکې وېبپاڼې- ancestry.co.uk له خوا راټوله شوې چې گډون يې په پيسو دى، خو د تايتانيک اسنادو ته لاسرسى د ٢٠١٢ کال د مې تر ٣١ نېټې وړيا پاتې کېږي.

تايتانيک بېړۍ چې د شمالي آيرلنډ په بېلفاست کې جوړه شوې وه، نيويارک ته د خپل لومړني سفر پر مهال د کنگل له سترې غونډۍ يا آيسبرگ سره تر لگېدو وروسته په اتلانتيک سمندر کې ډوبه شوه.

په اسنادو کې د تايتانيک د سپرليو رسمي نوملړ هم شته چې د ټولو هغو کسانو نومونه، عمرونه او دندې لري چې په دغې غملړلې بېړۍ کې سپاره وو.

په هغو کې دغه راز د بېړۍ د خپلو کارکوونکو چې شمېر يې تر ٩٠٠ اوښته، مليت، کاري دريځ (مقام) او پتې هم راغلې دي.

"غميزه"

د تايتانيک د سرماڼو (کپتان) ايډوارډ جى سمېت وصيتپاڼه او شهادت هم ددغو اسنادو برخه ده چې له انټرنېت څخه تر لاسه کېدلى شي.

Image caption د تايتانيک سرماڼو (کپتان) ايډوارډ جى سمېت

دغه راز د شتمنو امريکايي سوداگرو بېنجامين گگېنهېم او جان جېکوب آسټر وصيتپاڼې هم پر انټرنېټ کتل کېدلى شي.

دغو درې واړو کسانو د ډوبېدو په پېښه کې خپل ژوند بايللى و.

د ټولنې عادي غړي کولى شي د عدلي طبيبانو څه له پاسه ٣٢٩ پلټونکې دوسيې او د ٣٣٠ هغو کسانو اړوند اسناد راواړوي او ويې لټوي چې مړي يې له اوبو نه را ايستل شوي وو.

د ١٢١ سپرليو د قبري خزو (شناختو) عکسونه هم خپاره شويدي.

پر دغې وېبپاڼې د کارپاتيا يا هغې کوچنۍ بېړۍ انځور هم خپور شوى چې له ډوبېدونکي تايتانيک څخه يې څه باندې اووه سوه سپرلۍ ژغورلې وې.

د ancestry.co.uk وېبپاڼې سرچلوونکې مريم سېلورمن پرېس اسوسېشن ته وويل:

"دا څو نسله، ډېرو کورنيو ښايي آوازې اورېدلې وي چې په تايتانيک کې يې کوم خپلوان سپور و او يا يې ښايي ددې خبرې د ثبوت اسناد له لاسه ورکړي وي.

"موږ ډېرخوښ يو چې دغو خورا ارزښتناکو اسنادو ته په وړيا ډول د خلکو لاسرسى شونى کوو او په دې ډول زرگونو ته دا وس ورکوو چې د خپلو نيکونو د هاغه غملړلي سفر نکل ځانته روښانه کړي."

ورته مطالب