المعلم له عنان د وسله والو د اوربند غوښتنه کوي

ولید المعلم د انځور حقوق AFP
Image caption ولید المعلم له کوفي عنان غوښتي چې وسله وال دې د اوربند ضمانت ورکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي، حکومت ژمنه کړې، چې له ځینو ولایتونو به خپل پوځي کنډکونه راوباسي.

المعلم دا څرګندونې د روسیې پلازمېنه مسکو کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي ویلي: "موږ هغه ترهګر چې ولسي وګړي وژني او تښتوي، او زیربنايي بنسټونه ړنګوي، ضمانت ته نه پرېږدو، بلکې له ښاغلي عنان دا ضمانت غواړو."

په سوریه کې فعالان وايي په یوه خونړۍ ورځ کې لږ ترلږه ۱۶۰ کسان د دولتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

فعالان وايي دا ورځ (دوشنبه د اپریل ۹مه) په سوریه کې د حکومت پرضد د پاڅون له پیل راهیسې ډیره خونړۍ وه چې دولتي ځواکونو په کې له جنګي څرخي الوتکو هم کار واخیست.

دا تاوتریخوالي په داسې مهال رامنځ ته کېږي چې سوریه باید د سولې د نړیوال پلان له مخې نن (سې شنبه) له ښارونو او ښارګوټو خپل ځواکونه وباسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په یوې اعلامیې د سوریې د پولو په اږودو کې تاوتریخوالی غندلی او د سوریې پر حکومت یې غږ کړی چې په عاجله توګه پوځي عملیات بند او د سولې پلان ته درناوي وکړي.

سوري ځواکونو له پولې سره نژدې د ترکیې په خاوره کې د کډوالو پر یوه کمپ ډزې کړې چې له امله یې لږ ترلږه درې کسان ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په یوې اعلامیې د سوریې د پولو په اږودو کې تاوتریخوالی غندلی.

دوو کډوالو د پیښې کیسه داسي وکړه:

''څه چې رامنځ ته شو دا وو چې موږ ویده وو د ډزو په غږ راپورته شو. د عزیز پر سیمه ډزې کیدې. موږ د سوریې له پولې سره نېژدې د کډوالو په کمپ کې اوسېږو.''

''هغوی له دوو لورو ډزې کولې. له څلور ډیر کسان ټپیان شول چې موږ روغتون ته بوتلل. درې کسان چې ټپیان شوي وو په کمپ کې مړه شول ځکه چې موږ کافي وخت نه درلود چې روغتون ته یې ورسوو. سربیره پر دې یوه ترکیې روغتیا پاله چې په کلینک کې وه په لاس ټپې شوې ده.''

له لبنان سره پر پوله هم د لبنان د تلوېزیون یو کمره مین د پولې هغه غاړه د لبنان په خاوره کې په ډزو ویشتل شوی دی.

د ترکيې حکومت ویلي د سوري دولتي ځواکونو دا وروستي بریدونه ښيي چې د سوریې حکومت نه غواړي چې نن سې شنبه د سولې له پلان سره سم له ښارونو او ښارګوټو خپل ځواکونه وباسي.

په ګاونډیو هیواونو کې د کډوالو پر کمپونو بریدونو امریکايي چارواکي هم سخت په غصه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویکتوریا نیولینډ دې بریدونو ته په غبرګون کې وویل داسې بریښي چې سوریه د سولې پلان ته ژمنه نه ده:

''موږ په جدي ډول په ګاونډیو هیوادونو کې د سوریې د حکومت له خوا پر کډوالو هر ډول بریدونه غندو او موږ په بشپړه توګه پر کډوالو د برید له امله چې راپور شوی په غصه یو. موږ د ترکیې له حکومت سره خپل غږ یو ځای کوو او د سوریې پر حکومت غږ کوو چې په عاجله توجه اور بند کړي. دغه پیښې یوه بله نښه ده چې د اسد رژیم د کوفي عنان د سولې دپلان په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن نه ښکاري. په وروستیو ورځو کې تاوتریخوالي نه دا چې کم شوی نه دی بلکې نور هم ډیر شوی دی.''

د انځور حقوق AFP
Image caption په سوریه کې پر سوري کډوالو هم سوري ځواکونه ډزې کړې دي.

فعالان وايي د دوشنبې په ورځ د حما ولایت په لطامنه ښارګوټي کې د لسګونو وژل شویو کسانو په ډله کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

په همدې ښارګوټي کې د شنبې په ورځ هم د پنځوسو کسانو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی و. راپورونه وايي مړي په هغو ویجاړو ودانیو کې خښ کړای شوي چې په بمباریو کې ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم مسکو ته تللې چې له روسیې وغواړي چې په ملګرو ملتونو او نورو ځایونو کې د سوریې ملاتړ وکړي خو روسیې او چین چې مخکې یې د نړیوالې ټولنې له خوا د سوریې پرضد د اقداماتو مخالفت کړی و د کوفي عنان د سولې د پلان ملاتړ کوي.

ورته مطالب