'د اندونیزیا زلزلې د څونامي وېره خپره کړې'

د انځور حقوق
Image caption راپورونه وايي چې د سیمې اوسېدونکي اوس لوړو ځایونو ته روان دي.

د اندونیزیا په شمالي اچي ولایت کې زوروره زلزله شوې ده.

ددغې زلزلې کچه د ریختر په کچه اته اعشاریه اووه ښودل شوې ده.

د زلزلې اصلي ځای د سمندر تل ښودل شوی، چې ورسره د څونامي وېره هم اعلان شوې ده.

تر اوسه ددې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلې او زیان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د اندونیزیا په دې سیمه کې وړاندې هم ورته زلزلې شوې.

اندونیزیا د نړۍ له هغو سیمو ده، چې تر ډېره د زلزلو شاهده وي.

د هند په سمندر کې د ۲۰۰۴ کال زلزلې لږترلږه ۱۷۰ زره کسان ووژل.

د امریکا د زلزله پېژندنې مرکز ویلي، د اچي زلزله د 'اچي' له مرکز 'باندا' ایله ۴۹۵ کیلومتره لیرې وه، چې د سمندر په تل کې ۳۳ کیلومترۍ له ژور ځایه یې سرچینه اخیستې ده.

راپورونه وايي چې د سیمې اوسېدونکي اوس لوړو ځایونو ته روان دي.

د څونامي د خبرداري مرکز ویلي چې دا ډول زلزله د یوه ویجاړوونکي څونامي پایله کېدای شي.

دغه زلزله په سنګاپور، تایلنډ او هند کې هم احساس شوې ده.

په جاکارتا کې د بي بي سي خبریاله کریشما واسواني وايي، دغې زلزلې پوره پنځه دقیقې ځمکه ولړزوله.

په تایلنډ کې هم چارواکو سمندر ته د څېرمه سیمو خلکو د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.

د ٢٠١١ کال مرگونې زلزلې

د تېرو کلونو زلزلزلو په سلگونو زره خلک ووژل او د ټيکنالوژۍ پرمختگ د دغو شمېرو په راکمولو کې ډېره کمه ونډه لرله.

٢٣ اکتوبر ٢٠١١

د ترکیې په جنوب ختیځ کې يوې سترې زلزلې چې د ريختر په کچه ٧.٢ وه، له ٢٠٠ ‌ډېر کسان ووژل او لږترلږه زر کسه يې ټپيان کړل. ډېرى قربانيان د ايرجس ښار اوسېدونکي وو چې لسگونه ودانۍ په کې را ونړېدې.

١١ مارچ ٢٠١١

يوې ويجاړوونکې زلزلې چې د ريختر په کچه ٨.٩ وه، ټول جاپان يې ولړزاوه. دغې زلزلې لږ تر شل زره کسان تيري تم يا ووژل.

د جاپان د سمندر غاړې دغې لړزې ستره څونامي 'سونامي' رامنځ ته کړه او د ١٩٨٦ د چېرنوبېل را په دېخوا دا د نړۍ تر ټولو لوۍ اتومي ناورين و.

٢٢ فبروي ٢٠١١ يوې زلزلې چې د ريختر په کچه ٦.٣ وه، د نيوزيلنډ کريسچرچ ښار يې ټوک ټوک کړ، او له ١٦٠ ډېر کسان یې ووژل او په سلگونه زره کورونه يې ويجاړ کړل.

١٤ اپريل ٢٠١٠ لږ تر لږه ٤٠٠ کسان هغه مهال ووژل شول چې د ریختر په کچه ٦.٩ زلزلې د لوېديځ چين چينگای ولايت ولړزاوه.

ورته مطالب