پاکستاني پارلمان د ناټو لار بيا پرانيسته

د ناټو کاروانونه د انځور حقوق AP
Image caption د ناټو لپاره سامان ليږدونکې توکي ډير ځله په پاکستان کې سوځول شوي دي

پاکستاني پارلمان د رايو په اکثريت د امريکا له متحده ايالتو، ناټو او نړيوالو مرستندويه ځواکونو ايساف سره د ښکيلتيا نويو لارښوونو ته رايه ورکړه د ه.

دغې رايي افغانستان کې ميشتو ناټويي ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانيستو لاره هم هواره کړې ده.

دغه لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې په تير نومبر کې د امريکايي پوځ هوايي گوزارونو له افغانستان سره په پوله له شلو ډير پاکستاني عسکر ووژل.

له امريکا اوناټو سره د پاکستان د ښکيلتيا د نويو لارښوونو له مخې به يوازي د ناټو هغو اکمالاتي کتارونو ته د پاکستان له خاورې د تيريدو اجازه ورکول کيږي چې وسلې او پوځي مهمات ونه ليږدوي.

پارلمان ته د وينا پرمهال ، د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني وويل همدا يې وخت دى چې د دوه اړخيز درناوي پر بنسټ له نړيوالې ټولنې سره بيرته ښکيل شو.

هغه زياته کړه پاکستان نه شي کولى چې له نړۍ نه گوښى وي.

دا چې دغه لاره به څه مهال پرانيستل کيږي په دې اړه څه نه دي ويل شوي خو شنوونکي وايي حکومت اوس په دې برخه کې د ټولو سياسي کړيو ملاتړ لري او هڅه به کوي چې د دوى په مرسته له امريکا سره د اړيکو د بيرته ښه کولو مخالفت سوړ کړى.

د پارلمان له لورې تصويب شوې دغه لارښوونې حکومت له دې منع کوي چې د پاکستان په خاوره کې بهرنيو ځواکونو ته د پوځي اډو د ورکولو وړانديزوکړي.

لارښوونو له حکومته دا هم غوښتي چې له امريکايانو سره له نژدې کار وکړي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو گوزارونه ودرول شي.

خو امريکايي چارواکي د بې پيلوټه الوتکو گوزارونه د القاعدې او نورو اورپکو د له منځه وړلو په برخه کې مهمه وسله بولي او د ولسمشر اوباما په گډون امريکايي مشرانو ترې دفاع کړې ده.

په پاکستان کې دننه د ناټو لپاره د لارې د بيا پرانيستو پر ضد ديرې مظاهرې وشوې او په ځانگړي ډول مذهبي ډلو يې سخت مخالفت کاوۀ.

ورته مطالب