د شمالي کوريا توغول شوى توغندى لوېدلى

شمالي کوريا
Image caption شمالی کوریا وايي د توغندی توغونه يې مدار ته د يوې سپوږمکۍ لېږدونه وه

پيونګ يانګ د دې پخلی کړی چې د شمالي کوريا له نژدې څارل کېدونکي توغندي توغونه ناکامه شوې ده.

دغه توغندي ته چې ډېری خواوو د اوږد واټنه توغندي ټکنولوژۍ يوې منعه شوې ازموينې په توګه کتل، د جمعې ورځې په لومړيو کې د شمالي کوريا له شمال لوېديځ توغول شوی و.

جاپان، جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالتونو ويلي توغندی مخکې له دې چې د کوريا ټوپوزمې په اوبو کې ويجاړ شي، د لنډ وخت لپاره والووت.

شمالي کوريا وايي ساينسپوهان يې اوس د دې ارزونه کوي چې د توغندي د ناکامۍ لامل څه و.

نړيوالې ټولنې لا له وړاندې د شمالي کوريا له لوري د توغندي دغې ازموينې پلان په پراخه توگه غندلى وو.

نړيواله ټولنه پر شمالي کوريا تور لګوي چې پوځي ټکنالوجي پراخوي.

پيونگ يانگ وايي د توغندي توغونې موخه مدار ته د يوې سپوږمکۍ لېږدونه او خپل سوله ييز فضايي پروگرام ته پراختيا ورکونه وه.

دا يو داسې ګام و، چې د دغه هېواد د بنسټګر کيم ايل سونګ د زېږېدو ۱۰۰ مه کليزه يې په کې لمانځله.

د جاپان او جنوبي کوريا چارواکيو مخکې خبردارى ورکړى و چې که توغندى د دوى فضايي حريم ته ننوځي نو وبه يې غورځوي.

سبينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې له ناکامۍ سره دغه توغونه غندلې. د ملګريو ملتونو سرمنشي بان کيمون توغندي توغونه خواشينوونکې بللې ده.

اټکل کېږي د ملگريو ملتونو امنيت شورا نن د جمعې ورځ د توغندي توغولو دغې مسالې څيړلو په موخه غونډه وکړي.

چين چې د شمالي کوريا تر ټولو نژدې ملګری دی، په کوریا ټاپوزمه کې يې د ارامۍ او زغم غږ کړی دی.

د امريکا متحده ايالتونه او نور هېوادونه اندېښمن دي چې دغه توغندی ښايي راتلونکي کې د يوه بالسټيکي توغندي توغولو لپاره يو پوښښ شي.

د ملگريو ملتونو امنيت شورا د پرېکړه ليکونو له مخې شمالي کوريا اجازه نه لري، د بالسټيکي توغنديو چې د اټومي سروکيو لېږدونې وړتيا لري، ازموينه ترسره کړي.

ورته مطالب