په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستاني پارلمان له امريکا سره اړيکو ښه والي ته زرغونه اشاره ورکړې

له څو میاشتو ترینګلتیا وروسته د پاکستان پارلمان هغه وړانديزونه منلی چې له مخې يې دې د دغه هېواد حکومت له امريکا سره اړیکي ښه کړي.

له دې سره دا هيلې راټوکېدلې چې افغانستان ته به د ناټو توکیو رسونې کاروانونو پر مخ لار پرانيستل شي، چې له پاکستان تېرېږي.

پاکستان د ناټو کاروانونو پر مخ له خپلې خاورې تېرېدونکې لار په تېر نومبر کې وروسته له هغه وتړله، چې پر مومندو د ناټو په يو هوايی برید کې د پاکستاني پوځ څه د پاسه ۲۰ تنه سرتېري ووژل شول.

امریکايي چارواکیو د پاکستان پارلمان دغه ګام ستايلی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد له حکومت سره په دې اړه خبرو ته سترګې پر لار دي.

بل پلو په پاکستان کې ځينومذهبي ډلو يو ځل بیا د ناټو اکمالاتي کاروانونو پر مخ له لار پرانيستې سره مخالفت په ډاګه کړی او له حکومت يې غوښتنه کړې چې د پاکستان له لارې دې ناټو کاروانونو ته د تېرېدو ته اجازه ورنه کړي.

له اسلام اباد نه د طاهر پر راپور سربېره، له داوود اعظمی سره د پاکستان پوځ پخوانی افسر برېګېډير سعد محمد اروزنه هم اورېدی شیء.