د کوټې هزاره ګان د خونديتوب غوښتنه کوي

کوټې چاودنه د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېره موده کې په کوټه کې د چاودنو له امله ملکيانو ته ګڼه مرګژوبله اوېښتې ده.

سل ګونه هزاره ګانو نن (جمعه) د بلوچستان والي د ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته وکړه او له والي یې غوښتنه کوله چې هزاره ګانو ته دې د خونديتوب ضمانت ورکړل شي.

په همدې ترڅ کې د جمعې په ورځ په کوټه کی د ناڅرګندو وسله والو کسانو له خوا يو بل هزاره کس هم وژل شوی دی.

دغه احتجاج ناسته چې د ګډونوالو شمېر يې سلګونو ته رسېده، د هزاره ډیموکرټيک گوند په غوښتنه شوې وه او احتجاجيانو په کې د بلوچستان د والي ودانی مخې ته د حکومت ضد شعارونه ورکول.

پر همدې مهال د هزاره ډیموکراټيک گوند مشرعبدالخالق وویل دا يوه پلان شوې خبره ده چې په بلوچستان کې د شیعه ګانو او سنيانو ترمنځ ټکر او شخړه وشي.

وروسته دهزاره ډیموکراټيک گوند مرکزي سرمنشي احمد کوزاد په مشرتابه يوه پلاوي د بلوچستان له والي نواب ذو الفقار مگسي سره وکتل.

د کتنې پر مهال والي ورغلی پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی د ژوند خونديتوب لپاره کلک گامونه پورته کوي.

د والي او هزاره ګانو پلاوي خبرې لاروانې وې چې ناڅرګندو وسله والو پر عبد الستار سړک یو بل هزاره وواژه.

پر دې سربېره د جمعې مازیگر مهال يوه هزاره ګۍ مېرمن هم د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوې او زوی يې ټپي شوی دی.

د پنجشنبې/پنځنۍ د شپه مهال په کوټه کې د ځينو ناڅرګندو وسله والو په ډزو ۳ تنه هزاره گان وژل شوي وو.

په دې ډول په تېرو دوو اونیو کې ۱۸ هزاره ګان وژل شوي، خو په دغو پېښو کې تورن کسان لا تر اوسه نه دي نيول شوي.

د ویلو ده چې په تېر مارچ کې هم په کوټه کې ناپېژاندو وسله والو پر یوه سوزکي ګاډي ډزې وکړې چې لږترلږه شپږ کسان په کې ووژل شول.

په وروستۍ موده کې په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې، چې په ډېرو کې يې شيعه ګان په نښه شوي ډي.

ورته مطالب