ملګري ملتونه د سوريې څارونکيو پلان ټاکي

سوريه د انځور حقوق AFP
Image caption يو کلن تاوتريخوالي او جګړې په سوريه کې پراخه ويجاړي کړې ده

د ملګريو ملتونو د پرېکړه ليک يوه مسوده کې سوريه ته د يو لا پراخ ماموريت ټاکلو پلانونه په ګوته شوي، چې د ملګريو ملتونو او عربي ټولنې په ملاتړ د سولې پلان ته د غاړې ايښودو څارنه وکړي.

د پرېکړه ليک مسوده چې د امريکا له خوا چمتو شوې، اټکل دی په امنيت شورا کې د جمعې په ورځ پرې رايه ورکړل شي، چې ورسره به څارونکي راتلونکې اوونۍ سوريې ته رسېږي.

سوريه وايي دغه ماموريت به مني.

اوربند چې د دغه پلان مرزي ټکی و، د پنجشنبې/پنځنۍ په ځايي وخت د سهار له ۶ بجو لا تر اوسه ټینګ دی.

د ګاونډي لبنان په پلازمېنه بيروت کې د بي بي سي خبريال جېم ميور وايي په دواړو غاړو کې له ادعا شويو سرغړونو سره سره، د تاوتريخوالي کچه خورا زياته ټيټه شوې ده.

فعالان وايي د اوربند پر لومړۍ ورځ يو شمېر خلک ووژل شول، په داسې حال کې چې حکومت ويلي يوې بمي چاودنې يو سرتېری وژلی دی.

د جمعې پر سهار د ترکيې له پولې سره نژدې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د سوريې د بشری حقونو د څار ډله چې په بريتانيا کې مېشته ده، ويلي حکومتي ځواکونو او ياغي سرتېريو د ادلېب ولايت له خربت الجوز کلي سره نژدې د وسلو درنې ډزې تبادله کړې دي.

په نيويارک کې د امنيت شورا د غړيو هېوادونو استازيو د سوريې لپاره د ملگريو ملتونو او عربي ټولنې له گډ استازي کوفي عنان سره خبرې کړې دي.

ښاغلي عنان پلاوي ته وويل، سوريه کې د روان اوربند د ټينگښت لپاره بايد هلې ځلې وشي.

لکه چې باربرا پلېټ له نيوياريکه په دې اړه په خپل رپوټ کې کاږي، د امنيت شورا ټولو استازيو ، سوريه کې د څار ونکيو د ځاى پر ځاى کولو په اړه د کوفي عنان د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په دې اړه نظر دا دى چې د شل يا دېرشو کسانو په جوړښت کې دې د څارونکيو يوه ناوسله واله ډله سوريې ته واستول شي چې هلته د څارونکو د يوې لويې ډلې د ځاى په ځاى کېدو جاج واخلي.

په ملگريو ملتونو کې د امريکا استازې سوزان رايس وويل ښاغلي عنان د امنيت شورا ته څرگنده کړه چې د سوريې حکومت تر اوسه د ده د پلان ټولې غوښتنې چې له ښارونو د عسکرو او درنو وسلو او جگړييز تخينک ايستل هم په کې راځي، نه دي پلې کړي.

جينوا کې د خبرو پر مهال، د ملگريو ملتونو سرمنشي بانکيمون پر سوري حکومت غږ وکړ، چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

په ملگريو ملتونو کې د روسيې او سوريې سفيرانو د مخالفانو له لوري د دسيسې د خطرونو په اړه خبردارى ورکړ.

که څه هم د لانجې غوڅولو په برخه کې د بېلا بېلو اړخونو دريځونه سره بېل برېښي، خو په دې کې بيا ټول سره يوه خوله دي چې سوريه کې دې دغه نازک اوربند ټينگ پاتې شي.

بل پلو د هغو سوريانو چې وروستيو ورځو کې لبنان اوترکيې ته تښتېدلي، شمېر يې ډېر شوى دی.

دننه په سوريه کې هم د خلکو د ژوند حالت ناوړه شوی او په ميليونونو خلک بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د کوفي عنان د پلان يوه برخه هم همدا ده چې دغو خلکو ته د بشري مرستو رسولو شرايط برابرشي.

ورته مطالب