د مصر له ولسمشریزو ټاکنو ۲۳ نوماندان وایستل شول

عمر سلیمان د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېرې جمعې پر ورځ زرګونه کسانو د پلازمېنې قاهرې په تحریر میدان کې د مخکني نظام د استخباراتي مشر عمر سلیمان د کاندیداتورۍ پرضد مظاهرې وکړې.

د مصر د ټاکنو عالي کمیسیون بي بي سي ته ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو له د کاندیدو کسانو له لیسته یې ۲۳ کسان ایستلي دي.

سرچینه وايي، چې دا کار یې د یادو کسانو د دوسیو له څېړلو وروسته کړی دی.

په دې ډله کې د اخوان المسلمین ګوند کاندید خیرت الشاطر، عمر سلیمان، حازم ابو اسماعیل، ایمن نور او مرتضی منصور هم شامل دي.

د ټاکنو کمیسیون یوه چاروکاي فاروق سلطان وايي، کمیسیون دا پرېکړه د تېرې شنبې پر ورځ وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې ددغو کسانو د ایستلو اصلي دلیل د شرطونو نه پوره کېدل وو.

ایستل شوو کسانو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی، چې له خپل ځانه دفاع وکړي، که نه نور په رسمي ډول به دوی ته د کاندیداتورۍ له لیسته د ایستلو خبر ورکړل شي.

د اخوان المسلمین ګوند نوماند خیرت الشاطر د ۲۰۱۱ تر مارچ پورې په زندان کې و، چې تر خوشي کېدا وروسته یې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ.

او د ابو اسماعیل په اړه بیا ویل شوي چې ګني مور یې امریکايي تابعیت لري.

د مصر ولسمشریزو ټاکنو ولاړ کس باید د مصري مور او پلار زوی وي، او د بل هېواد تابعیت ونه لري.

دا شرط هم په کې دی، چې د کاندید ښځه باید د مصر وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مخکني نظام ځینو څېرو هم ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دي.

د تېرې جمعې پر ورځ زرګونه کسانو د پلازمېنې قاهرې په تحریر میدان کې د مخکني نظام د استخباراتي مشر عمر سلیمان د کاندیداتورۍ پرضد مظاهرې وکړې.

د مصر ټاکنیز کمیسیون د وروستیو کاندیدانو لیست د روانې اپریل پر ۲۶مه اعلانوي.

ددغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې مۍ پر ۲۳ او ۲۴ مه کېدونکې دي.

که ټاکنې دویم پړاو ته وغځول شي، دویم رونډ به د راتلونکي جولای پر ۱۶ ترسره شي.

ورته مطالب