کردستان کې د خرو ګوند خپل نښان پرانیست

د انځور حقوق AFP
Image caption د ''خرو ګوند'' په ۲۰۰۵ کال کې جوړو او په رسمي توګه وپېژندل شو.

د عراق په کردستان کې د ''خرو ډلې'' د خپل ګوند لپاره د خره د مجسمې په جوړولو خپل ګوند اعلان کړ.

د خره دغې مجسمې ته د انسان کالي وراغوستل شوي دي.

د خره د سر، اوږو او د سینې د یوې برخې دغه مجسمه له برونز جوړه شوې ده، چې د کردستان دودیز کالي، کمیس او غاړه کۍ وراچول شوې ده.

ددغې پنځه ګامه لوړې او درې ګامې سورورې مجسمې جوړېدو پوره اووه میاشتې وخت واخیست.

مجسمه یوه کردي توږونکي زراک میرا توږلې، چې دوه زره او پنځه سوه یورو لګښت پرې راغلی دی.

دا مجسمه د ''السلیمانیة'' په ''نالي'' نومي واټ کې اېښودل شوې ده.

نالي یو مشهور کردي شاعر و، چې د خره په اړه یې مشهوره قصیده ویلې ده.

د خره د مجسمې پرانیستو او اېښودو ته یو شمېر کردي هنرمندان او د ادب مینه وال ورغلي وو.

د ''خرو ډلې'' عمومي منشي عمر کالول تمه ښودلې چې دا مجسمه به کردستان کې خلک له حیواناتو سره، په تېره بیاله خرو سره ښه چلند ته وهڅوي.

نوموړی زیاتوي:''د خره دا مجسمه ډېرې ماناګانې لري. خره د کردستان د ازادۍ غوښتونکي ګوند په اډانه کې ښه رول لوبلوی دی... د کردي حقونو د دفاع په ورځو کې خره له کردي جنګیالیو سره د کردستان په غرونو کې لومړنی ملګری و.''

د ''خرو ګوند'' په ۲۰۰۵ کال کې جوړو او په رسمي توګه وپېژندل شو.

د ګوند تنظيمي جوړښت د خره پر ژوند ورټول دی، چې اصلي مرکز او فرعي څانګې یې د مشهورو خرو ځایونو ته منسوب دي.

ددغه ګوند په غړو کې 'کوټي' او 'خره' دواړه شامل دي.

دغه ګوند د عراقي کردستان د ولایت له حکومته غواړي چې دوی ته د 'زارین' په نامه یوه رادیو جوړه کړي.

''زارین'' کردی توری دی، چې د خره د ''هرهر'' لپاره کارول کېږي.

ورته مطالب