م.م سوریې ته د سولې څارونکي استوي

سوریه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د سوریې په یوه کلن حکومت ضد پاڅون او مظاهرو کې نژدې ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغه مصوبه جوړه کړې چې له تصويب وروسته به د څارونکو ډلې اجازه ولري چې په سوريه کې له شوي اوربند نه څارنه وکړي.

دغه مصوبه د جمعې په ورځ د امنيت شورا غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شوه چې په لومړي سر کې يې روسيې مخالفت وکړ، خو له اصلاحاتو راوستو وروسته تصويب شوه.

د دغه پرېکړه ليک په تړاو وروستۍ رايه اچونه نن ترسره کېږي.

د نړيوال استازي کوفي عنان وياند وايي د څارونکو يوه وړه ډله له همدا اوسه چمتو ده چې د دغه پرېکړه ليک له تصويبېدو وروسته سوريې ته واستول شي.

له دې سره جوخت سوري فعالين وايي حکومتي ځواکونو له اوربند سره سره د جمعې په ورځ يو شمېر مظاهره چيان په ډزو وژلي دي.

د پرېکړې دغه مسوده د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د بحث لپاره وړاندې شوه، خو سم لاسي د روسیې له اعتراض سره مخامخ شوه، او له اصلاحاتو وروسته تصویب شوه.

ددې پرېکړه لیک د نهايي کولو لپاره د شنبې په ورځ (اپریل ۱۴) غور کېږي.د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان ویاند ویلي، دا مهال سوریې ته د ملګرو ملتونو یوه کوچنۍ څارونکې ډله تګ ته چمتو شوې ده.

سرچینې ویلي، چې د پرېکړه لیک له تصویبېدا سره سم به دغه ډله سوریې ته وخوځېږي.پر همدې مهال، په سوریه کې د بشري حقونو فعالینو ویلي، پر اوربند سربېره، د تېرې جمعې پر ورځ هم امنیتي ځواکونو د جمعې تر لمانځه وروسته پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او یو شمېر کسان یې ووژل.

له تېر یوه کال راهیسې په سوریه کې د جمعې تر لمانځه وروسته د حکومت ضد مظاهرې دوام لري.د بشري حقونو فعالین وايي، امنیتي کسانو له جوماتونو د جمعې له مانځه وروسته د لمونځ کوونکو د راوتلو پرمهال پردوی ډزې شوې، او ګڼ کسان یې له سړکونو او واټونو تیت پرک کړي.

دوی وايي چې په دغو ډزو ځینې کسان وژل شوي او ټپیان هم دي.په برتانیا کې د سوري بشري حقونو څارونکي سازمان ویلي، چې د جمعې ورځې په مظاهرو او اړدوړ کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو یوې بلې فعالې ډلې ویلي، چې له ترکیې سره پر پوله په کلیواله سیمه 'خربة الجوز' هم اړدوړ رامنځ ته شوی دی.

حکومتي مخالفان وايي د اوربند پر لومړۍ ورځ (پنجشنبه) لږترلږه ۲۰ کسان ووژل شول.د پنجشنبې له سپیده داغ سره د بشارالاسد پلوو او مخالو ترمنځ د اوربند موده پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د سوریې په یوه کلن حکومت ضد پاڅون او مظاهرو کې نژدې ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

خو سوري دولت بیا څه موده وړاندې د وژل شوو شمېر یوازې ۳۸۳۸ کسان ښودلی، چې یوازې ۴۹۳ په کې ولسي وګړي او ۱۳۴۵ یې امنيتي ځواکونه دي.

ورته مطالب