په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فرانسې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د افغانستان موضوع

د فرانسې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د سوسياليست گوند کانديد فرا نسوا هولاند ويلي که د روانې مياشتي د اپريل د ٢٢ نيټې د ولسمشرۍ ټاکنې وگټي نو د ٢٠١٢ کال تر پايه به له افغانستان نه خپل ټول سر تېرې راوباسي .

ښاغلي هولاند چې په روانه انتخاباتي سيالۍ کې تر خپل سيال او د فرانسې له اوسني ولسمشر نیکولاس ساغکوزي نه مخ ته دى په يوه مرکه کې په تاکيد سره ويلي چې که واک ته ورسيږي نو ورسره به سمدلاسه له افغانستان نه خپل نژدې ٣٥٠٠ سر تيري راوباسي

ډاکتر محمد اکبر وردگ چې د فرانسې او اروپا مساييل له نژدې څاري له بي بي سي سره په يوه مر که کې دا پوښتنه ځوابوي چې د افغانستان مساله د فرانسې د ولسمشرۍ په کمپاين کې څومره مهم ځاى لري؟