سوریې ته لومړي نړیوال څارونکي ورسېدل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګرو ملتونو ویلي چې څارونکې ډله د دوشنبې پر ګهیځ خپل کار پیلوي.

د ملګريو ملتونو د اوربند څارنې ماموريت لومړي کسان د سوريې پلازمېنې دمشق ته رسېدلي دي.

د ملګريو ملتونو د سولې ساتنې څانګې وياند وويل شپږ تنه يې وسلې پوځي څارونکي به په سوريه کې د دوشنبې په ورځ کار پيلوي.

د دغې څارونکې ډلې نور ۲۴ تنه غړي اټکل دی په څو راتلونکو ورځو کې ورسېږي.

ملګري ملتونه له وړاندې غواړي دغه ماموريت ۲۵۰ کسانو ته پراخ کړي. له اوربند سره چې له تېرې پنجشنې پلی شوی، تاوتريخوالی هم دوام لري.

په حمص کې هم د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې د ادارې ویاند کیران دویر وویل، چې دمشق ته رسېدلې ډله به د دوشنبې پر ګهيځ خپل کار پیل کړي.

سوري رسمي تلوېزیون د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي چې "د پوځي اوربند تر اعلان وروسته، پر ولسي او پوځي تاسیساتو د وسله والو ترهګرو ډلو له خوا بریدونه ډېر شوي، چې ډېر مالي او ځاني زیاتونه او تلفات یې اړولي دي."

د حکومت او ټلوالې هرکلی

د انځور حقوق AFP
Image caption سوري نظام وايي ټلوالې پر اوربند سربېره د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۶۰ بریدونه کړي.

د سوري نظام د سیاسي او خبري چارو سلاکارې "بُثینه شعبان" د یکشنبې په ورځ سوریې ته د نړیوالو څارونکو د ورتګ هرکلی کړی دی.

هغې هیله وښوده چې "دا پلاوی به د تښتونو، وژنو او ویجاړیو د اعمالو په راکمولو کې مرسته وکړي. او سوریه دا څارونکي د خپل ځان په ګټه بولي. "

شعبان دا هم ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته، "ځینو وسله والو ډلو په سوریه کې شپیته ځلې پر پوځيانو، او ولسي وګړو بریدونه کړي دي. "

هغې ویلي چې دا ټولې پېښې یې ثبت او د ملګرو ملتونو استازی کوفي عنان ته یې مخابره کړې دي.

ورته مطالب